سیاسی ګوندونو حکومت ته د ټاکنو په اړه دوه اونۍ ضرب الاجل ټاکلی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 76117

لوی ملی ایتلاف، د حراست او ثبات شورا، ګوندونو او سیاسی شخصیتونو د یوې اعلامیې په صادرولو سره حکومت ته دوه اونۍ وخت ورکړ ترڅو ددوی غوښتنې ومنل شی.
د افغانستان سیاسی ګوندونه حکومت او د ټاکنو خپلوک کمېسیون ته ضرب الاجل وټاکه چې تر راتلونکې دوه اوونی پورې د ولسی جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو په اړه د سیاسی ګوندونو او جریانونو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی.
د سیاسی ګوندونو او جریانو په یوه ګډ اعلامیه کې ویلی چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی او دغه بهیر باید د اعتبار وړ او فنی مراجعو له خوا ترسره او د مسئولو ارګانونو له خوا تضمین شی.
په اعلامیه کې راغلی چې د ټاکنو په سیسټم کې بدلون باید د سیاسی ګوندونو، جریانونو او سیاسی مشرانو د طرحې په اساس رامنځته شی او د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې زمینه برابره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76117

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *