سږکال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوی

  • خپرول: ۱۷ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 92451

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست وایی چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوی دی.
د دغه ریاست مشر نورالله سباوون د شنبې په ورځ ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په یاد ولایت کې شپږ سوه کسان د شاتو کاروبار کوی او له دې درکه د خپل کورنی اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، زیات عواید هم ترلاسه کوی.
د نوموړی په خبره، په دغه ولایت کې تولید شوی شات یوازې په هېواد دننه یو شمېر سترو ولایتونو لکه پکتیا، کندهار، بلخ، هرات او تر ډېره کابل ته لېږل شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول ولایت په کچه د شاتو د مچیو ۳۰۰ فارمونه شته چې تر راتلونکو کلونو به دا شمېر زیات شی او ګڼو ځوانانو ته به کاری زمینه برابره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92451

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *