سږکال په بامیان ولایت کې د کچالو د حاصلاتو کچه ، ۵۰ زره ټنو ته زیاتوالی موندلې ده

  • خپرول: ۱۵ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 38877

د بامیان ولایت د کرهنې او مالدای ادارې چارواکی وایی ، سږکال په دغه ولایت کې د کچالو د حاصلاتو کچه ۳۵۰ زره ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۵۰ زره ټن زیاتوالی ښیی.
بامیان ولایت چې په افغانستان کې د کچالو د تولید تر ټولو ستر تولید کونکی ولایت ګڼل کېژی ، سږکال په دغه ولایت کې ۳۵۰ زره ټن کچالو تولید شوی چې د تېر کال په پرتله ددغه محصول تولید زیاتوالی موندلی دی.
د بامیان ولایت د کرهنې او مالدارۍ ادارې مشر عبدالوهاب محمدی پژواک ته ویلی چې لژترلژه ۶۰ زره کروندګر د کچالو د کرلو په برخه کې په دغه ولایت کې په کار بوخت دی.
نوموړی ، ددې مطلب په څرګندولو سره ویلی چې سږکال د کچالو حاصلات ۳۵۰ زره ټنو ته رسېدلی ، په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۳۰۰ زره ټنو ته رسېدلی وو. دی ویلی چې په روان کال کې د هر سیر کچالو بیه د ۱۰۰ څخه تر ۱۶۰ افغانی وو چې د تېر کال په پرتله مناسبه بیه وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38877

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *