سولې عالی شورا: د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ هوکړه نه بلکه د بین الافغانی خبرو د پیل هوکړه شوې

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 108453

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې د زلمی خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ توافق نه، بلکې د بین‌الافغانی او مخامخ خبرو د پیل لپاره تفاهم شوی.
د افغانستان د سولې عالی شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ په پنځم پړاو خبرو کې له پرمختګونو د هرکلی تر څنګ وایی چې په دغه پړاو کې یوازې د بین‌الافغانی خبرو د پیل په خاطر تفاهم شوی.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهری د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» ازادی راډیو ته وویل، د افغان سولې اصلی او وروستی توافق به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږی.
نوموړی وویل:
“مهمه دا ده چې دوی د توافق لپاره تفاهم کړی، د دې لپاره توافق کېږی چې په مستقیم ډول د بین‌الافغانی خبرو لپاره زمینه برابره شی، له شک پرته اوسنی تفاهم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ رسمی او مستقیمو خبرو ته زمینه برابروی.”
دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالبانو سره تر ۱۶ ورځنیو خبرو وروسته په خپل ټویټر په دې خبرو کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108453

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *