سولې عالی شورا: ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د حکومت خبرې اترې کوونکی پلاوی رامنځته شی

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87770

د افغانستان حکومت او طالبانو له خوا د خبرې اترې کوونکی پلاوی د رامنځته کېدو پرسر د زلمی خلیل زاد له غوښتنې وروسته، اوس مهال د سولې عالی شورا اعلان کړی چې په نېږدې راتلونکې کې به د خبرواترو لپاره د حکومت له خوا یو پلاوی رامنځته شی.
د یاد شورا ویاند سید احسان طاهری وایی چې ددغه پلاوی د بشپړېدو په موخه کارونه وروستی شوی دی.
دی ویلی چې په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان حکومت له خوا یو پلاوی اعلان شی.
ښاغلی طاهری ویلی چې د سولې عالی شورا د طالبانو مشری په تمه دی ترڅو دوی هم د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره خپل پلاوی وټاکی.
ښاغلی خلیل زاد د افغانستان حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو وروسته اسلام اباد ته ولاړ او له پاکستانی چارواکو سره هم لیدنه او خبرې کړی دی.
ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له کابل او اسلام اباد وروسته عربی متحده اماراتو، ریاض او دوحه ته هم سفر وکړی.
طالبانو تردې دمه د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د یو پلاوی د معرفی کېدو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87770

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *