سوله که د افغانستان تجزیه! | *ډاکټر احمد ویس وردګ

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104265


Fb-Button

کنېټیکټ، امریکا
فبروری، ۱۰، ۲۰۱۹

لومړۍ برخه:

په امریکا کې رانډ (RAND) داسې یو شرکت دی، چې په نړیواله سطح د امریکا د حکومتونو لپاره نړیواله پالیسی ټاکی او له سړې جګړې دې خوا، د رانډ تر ټولو لویه څېړنه او اجنډا د امریکا متحده ایالاتو لپاره په نوی نړیوال نظام (New World Order) کې امریکا ته جهت ټاکی. د امریکا په حکومت کې دننه، د دوی تر ټولو لوی «مشتریان» د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګان)، استخبارات او د بهرنیو چارو وزارت دی، چې دوی ورته د سولې او جګړو پلانونه او اجنډاګانې ټاکې. د رانډ طرحې او پلانونه بیا وروسته د امریکا حکومت په رسمی توګه د پالیسۍ په شکل کاروی. چا چې په امریکا کې لږ وخت هم تېر کړی وی، دوی ته د کومې خاصې څېړنې اړتیا نشته چې د رانډ څېړنیز شرکت په موخو او یا په نړیوال سیاست کې د رانډ پر اهمیت ځان پوه کړی. رانډ په ګڼو هېوادونو کې رژیمونه نسکور کړی، کودتاګانې یې پلان کړی او «انقلابونه» لکه په ایران، لیبیا، سوریه او… کې پلان کړی دی. څوک چې د اروپا او امریکا په تاریخ واقف دی، هغوی ته د دې شرکتونو سیاسی تاثیر، قدرت او اهمیت له ورایه معلوم دی. د بېلګې په توګه، که د برتانیا د استعمار تاریخ ته ځیر شو، ټول استعمار له یوه واړه شرکت، ایسټ انډیا کمپنی (East India Company) نه پیل شو، چې په لندن کې یې یوازې شپږ کارکوونکی درلودل، لېکن له هېواده بهر یې تر نیمایی زیاته نړۍ مستعمره وه چې په ریښتینی توګه لمر پکې نه ډوبېدو. ایسټ انډیا شرکت صرف هغه وخت لغوه شو، کله چې د وخت ملکه وډاره شوه چې دغه شرکت به سبا ورځ سیاسی شی او هسې نه چې شاهی نظام ړنګ کړی. خو په افغانستان کې په دې چې موږ مطالعه نه کوو او صرف روزمره چارو ته پام کوو، نو موږ یوازې د بلک واټر امنیتی شرکت، یونیکال او برایډاس تېلو شرکتونو ځواک لیدلی او بس. د بېلګې په توګه، نه یوازې طالبان د یونیکال یوه وړه نړیواله پروژه وه، بلکې د زلمی خلیلزاد او د جورج بوش ملګرتیا هم له همدغه یونیکال شرکت نه پیل شوه، چې بیا زلمی خلیلزاد حامد کرزی هم په کلیفورنیا کې په همدغه شرکت کې مقرر کړ.

په هر ډول، د رانډ شرکت یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې تر عنوان لاندې د افغانستان د تجزیې پلان د یوې «طرحې» په توکه د ټرمپ حکومت او پنټاګان ته وړاندې کړی، چې ځینو جنرالانو ورسره د مخالفت له مخې حکومت پرېښود خو ځینو بیا په ورین تندی ومانه او اوس ورته د عملی کېدو هڅې کوی. له هغې جملې یو ډاکټر زلمی خلیلزاد او پخوانی ملګری یې، حامد کرزی دی چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې همدا «طرحه» کاروی. د یادولو وړ ده، چې دا په دې معنا نه ده چې دا طرحه دې خامخا عملی شی.

دې طرحې د «سولې» پروسه په څو پړاوونو وېشلې، چې په لومړی سر کې به د افغانستان له دولت، د طالبانو تحریک، د امریکا متحده ایالات او ناټو سره تعهدات وی؛ او په دویم پړاو کې به یوازې د طالبانو او افغان حکومت سره تعهدات لاسلیک کېږی. په سیمه ییزه توګه، افغانستان او پاکستان (د طالبانو په استازیتوب) به هم په خپلو کې سره تعهدات لاسلیکوی، چې د هغې متن په دې طرح کې نه دی ترتیب شوی. په بل پړاو کې به نور مطرح هېوادونه هم د ملاتړ په شکل اعلامیې خپرې کړی.

د طرحې ټول نه، خو یو څو موارد په لاندې ډول مطرح شوی دی:

 ۱) سرتاسری اور بند.

 ۲) د طالبانو او نړیوالو تروریستی شبکو تر منځ د اړیکو پرېکون.

 ۳) د پرېکړې له لاسلیکولو وروسته، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو عسکرو وتل.

 ۴) د افغانستان نوی مستقل حکومت به په دې پړاو کې له امریکا او ناټو څخه په رسمی ډول غوښتنه وکړی چې د داعش د خراسان ډلې په ضد د تروریزم پر خلاف مبارزې ته په افغانستان کې دوام ورکړی.

 ۵) د امریکا او نورو هېوادونو د مرستو د دوام.

البته که دویمې او څلورمې مادې ته پام وکړو، دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې به جګړه دوام لری، خو دا ځل به جګړه له طالبانو سره نه؛ ځکه دوی به خپله حکومت وی، بلکې له د داعش د «خراسان» له ډلې سره

وی، چې حامد کرزی په کراتو ویلی دا د بهرنیو هېوادونو د استخباراتی کړیو تر څار لاندې شبکه ده.

او که دویمې مادې ته ځیر شو، «د طالبانو او نړیوالو تروریستی شبکو ترمنځ د اړیکو پرېکون» په دې معنا نه دی چې تروریستی ډلې به نور وجود نه لری، بلکې صرف او صرف تروریستی پېښې به نور د طالب تر نامه لاندې نه کېږی.

او که څلورمې مادې ته له یوه بل اړخ نه وګورو، نو زما له نظره، (په عمومی توګه د امریکا متحده ایالات نه!) خو د ټرمپ اداره غواړی چې طالبان له روسیې او ایران نه بېل کړی او حکومت دوی ته تسلیم کړی، خو په سیمه کې به د ایران، روس او چین په مقابل کې د «خراسان» د ډلې تر نامه لاندې مبارزې ته دوام ورکوی. دلته به افغانستان د لویو هېوادونو د او نړیوالو ځواکونو ترمینځ د روانې جګړې یوې بڼې ته ورداخل شی.

نو دا چې ولې دغه طرحه افغانستان د تجزیې په لور بیایې، هغه به د رانډ طرحې «د نوی حکومت او سیاسی نظام د تشکیلاتو» په برخه کې، او زما لخوا په دویم ټوک کې وړاندې شی.


*ډاکټر احمد ویس وردګ  د امریکا د هارتفورډ پوهنتون د سیاسی، اقتصادی او نړیوالو مطالعاتو د څانګې استاد دی.