سوله؛ نبوی سنت او بشری اړتیا | زبیر افغان

  • خپرول: ۲۷ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 64648


Fb-Button

جنګ او جګړې غیر نارمل او ناطبیعی حالتونه دی. انسان په فطری لحاظ د جنګ او خشونت غوښتونکی نه دی؛ بلکی د هغه په چاپیریال کی ځینی داسی پیښی کېږی چی انسان له خپل فطرت او طبیعت څخه د مخالف شی خوښولو ته اړ کړی.

هر ماشوم چی کله له موره پیدا سی، نو موږ یې وینو چی له کینې، غوسې او جنګه خلاص وی. زموږ په ټولنه کی ډېری ماشومان د ورځې له خوا مور، پلار یا د کور بل غړی وهی، اما لیږ وروسته د ماشوم په ذهن کی هغه وهل، له ده سره سوی زورزیاتی، کنځل او جنګ هېر وی او په ذهن او دماغ کی یې نه کرکه وی او نه کوم ډول غوسه، بلکی په پاک زړه او ذهن له هغه کس سره ناسته پاسته کوی او په خوشالی ور سره مخېږی.

د کرکې، شخړې، جنګ، خپګان او… ناروغۍ د انسان ذهن ته له ټولنې او چاپیریال څخه د یوه بسته پروګرام په بڼه انسټالېږی. یوه بله تجرِبه می هم ځو پلا کړې ده. د یوې داسی کورنۍ ماشوم چی مور و پلار یې تر دېره حده له کینې، نفرت، غوسې او جنګونو څخه بېزاره وی، هغه تر پلار او مور هم په لوی والی کی ډېر نارمل حالت ته نژدې وی او له دې یادو شیانو یې بد کېږی. اما بل لور ته هغه کسان چی له کینکښ او جګړه مار پلار و مور څخه پیدا سوی وی، هغوی تر پلار هم ډېر کاږه، کینه کوونکی او پر مازی خبره جنګ ته اماده ولاړ وی.

له دې ښکاری چی انسان په فطری ډول له دې ناروغیو خلاص وی او دا ویرسونه یې د ټولنې ډالۍ ده چی خپل نوی راتلونکی غړی په نازوی. د مینه ناک، سوله پاله او له زور زیاتی د بېزاره انسان پیدا کونکې لپاره اړینه ده چی د خپلو ماشومانو تربیه او روزنه په سم ډول وکړو چی له دې بیماریو یې ټول ژوند خلاص کړو.

د انسانانو په ټولنیز ژوند کی داسی وختونه هم پېښېږی چی طبیعی حالت ختمېږی او په ټولنه کی د مختلفو لاملونو له امله جنګ جګړې رامنځته کېږی. جنګ یوه ټولنیزه پدیده ده چی ټولنیزې بدۍ او خرابۍ هم پېښوی. له مالی زیانه رانیولې بیا د انسان تر ژوبلی او مرګه هر څه هر وخت پکی شونی دی. له جنګه فقر پیدا کېږی، له جنګه بې عدالتی رامنځته کېږی، جنګ کاروبار ته زیان رسوی، عامه لارې، کلی او ښارونه ناامنه کوی، تاوان یې نه یوازی هغو دوو طرفونو ته رسېږی چی مخامخ یو د بل په وړاندی جنګېږی، بلکی هغه څوک یې هم زیان وینی چی مستقیما پکی دخیل نه وی خو د جنګ په جغرافیه کی اوسی؛ حتا جنګی سیمې ته نژدې پراته ولسونه او ملتونه یې هم له زیانه خوندی نه پاتېږی.

له دې امله عقل او انسانی تاریخ و تجربه ټول وایی چی جنګ غیر نارمل حالت دی او هوښیاره ټولنه او ملت هغه دی چی ژر تر ژره له جنګی حالت څخه خپل طبیعی او فطری حالت ته ستانه سی. د جنګی اسبابو په له منځه وړلو ټولو جنګی ډلو ته د جنګ بانه ور ختمه کړی او له جنګی حالته د سولی، له کرکې د مینې، له ناامنه د امن لورته سوله ییز یون پیل کړی.

همدا عامل دی چی قران کریم په جنګی حالاتو کی هغه مهال د سولی غوښتنې ته د مثبت ځواب ور کولو امر کړی چی یو لور یې هیله وکړی:

وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا (الانفال: ۶۱)

ژباړه: او که دوی سولی ته میلان وکړ؛ نو ته هم ورته میل وښیه.

د قران کریم د دې ایت امر لومړی د الله هغه پیغمبر ته راجع وو چی پر ضد یې مکیانو، یهودو، کوچی عربو او نصرانیانو وسله اخیستې وه او یوازی د دین له امله یې ور سره شخړه در لوده. دلته هم الله تعالی امر کړی دی چی که ستا دوښمن سولی ته میلان وکړ، نو ته به هم حتما سولی ته چمتوالی ښیې او په هیڅ صورت یې د جنګ د تمدید جواز نه دی ور کړی. قران کریم سوله غوره بولی:

وَإِنِ امْرَأَهٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا أَنْ یُصْلِحَا بَیْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَیْرٌ (النساء: ۱۲۸)

ژباړه: او که یوه میرمن له خپل مېړه پر سرکښی او مخ اړولو ډارېده؛ نو پر دوی هیڅ ګونا نه سته چی تر خپل منځ سوله سره وکړی او سوله ډېره غوره ده.

د سورت النساء دغه ایت د مېړه او میرمنې ترمنځ پر ستونزو ږغېږی او هدایت یې کړی چی که یوه میرمن له مېړه ډارېده چی دې ته پاملرنه نه کوی، نو بهتره ده چی پر ځینو ټکو توافق سره وکړی او تر بیلتون یې دا سوله ورته غوره ده. له یوه لوری به یې شخړه پای ومومی او له بله لوری به یوه کورنی له ړنګېدا ژغورل سوې وی.

نو چی د یوې کورنۍ په اړه د الله هدایت دا دی چی سوله ورته غوره ده ایا د یوه درست ملت او هیواد په اړه به قران  کریم څنګه د سولی امر نه کوی او ولی به یې غوره نه ګڼی؟! له دې امله موږ په قران کی له نامسلمانو سره هم د سولی په اړه ایاتونه وینو.

الَّذِینَ عَاهَدْتَ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِی کُلِّ مَرَّهٍ وَهُمْ لَا یَتَّقُونَ (الانفال: ۵۶)

ژباړه: هغه چی ته ور سره تړون کوې، بیا دوی هر وارخپله ژمنه(تړون) ماتوی او دوی ځان ساتنه نه کوی.

وَإِنْ کَانَ مِنْ قَوْمٍ بَیْنَکُمْ وَبَیْنَهُمْ مِیثَاقٌ فَدِیَهٌ مُسَلَّمَهٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ مُؤْمِنَهٍ فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ تَوْبَهً مِنَ اللَّهِ وَکَانَ اللَّهُ عَلِیمًا حَکِیمًا (النساء: ۹۲)

ژباړه: او که (په تېروتنه قتل سوی مومن) له هغه قومه وی چی ستاسو او د دوی ترمنځ تړون وی؛ دیت به یې اهل ته سپارل کېږی او یو مومن(غلام یا مینځه) به ازادېږی، که یې دا پیدا نه کړ، پرلپسې دوې میاشتې به روژه نیسی، د الله له لوری رجوع ده او الله پوه د حکمت خاوند دی.

وَإِنِ اسْتَنْصَرُوکُمْ فِی الدِّینِ فَعَلَیْکُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَیْنَکُمْ وَبَیْنَهُمْ مِیثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ (الانفال: ۷۲)

ژباړه: او که له تاسو د دین په اړه مرسته وغوښتل سوه، نو کومک درباندی لازم دی، مګر هغه قوم چی ستاسو او د هغوی ترمنځ تړون وی، الله تعالی ستاسو د اعمالو لیدونکی دی.

په دې ټولو ایاتونو کی له نامسلمان قوم سره د مسلمانانو د سولی او تړون یادونه سوې ده چی نه یوازی جواز یې ترې ثابتېږی، بلکی د لومړی ایت د امر له مخې که یې د مسلمانانو څخه غوښتنه وسی فرض ده، همدا مطلب په دې ایت کی هم په صریحو الفاظو یاد سوی:

إِلَّا الَّذِینَ یَصِلُونَ إِلَى قَوْمٍ بَیْنَکُمْ وَبَیْنَهُمْ مِیثَاقٌ أَوْ جَاءُوکُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَنْ یُقَاتِلُوکُمْ أَوْ یُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْکُمْ فَلَقَاتَلُوکُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوکُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوکُمْ وَأَلْقَوْا إِلَیْکُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَکُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیلًا (النساء: ۹۰)

ژباړه: مګر هغه کسان (مه وژنئ) چی داسی قوم ته پنا یوسی چی ستاسو او د هغوی ترمنځ تړون وی، یا تاسو ته په داسی حال کی راسی چی سینې یې ستاسو سره له جنګه تنګې سوې وی او یا چی له خپل قوم سره په ملتیا جنګ وکړی؛ خو که د الله خوښه وای، پر تاسو به یې مسلط کړی وای بیا به یې جنګ در سره کړی وای، نو که یې له تاسو ځانونه ګوښه کړل، جنګ یې در سره ونه کړ او د سولی وړاندیز یې در ته وکړ؛ نو الله تاسو ته پر هغوی (د جنګ) هیڅ لار نه ده در کړې.

دلته ویل سوی چی که جګړه مار هغه قوم ته پنا یووړه چی تاسو ور سره تړون لرئ، نو غرض به نه ور لرئ او پنا یې پیدا کړه. د هغه چا له جنګه بندېدا او سولی ته تمایل خدای د یوه نعمت په توګه مسلمانانو ته یاد کړی چی مخکی یې جنګ ته مخه کړې وه. الله امر کړی چی که د سولی وړاندیز درته وکړی؛ نو نور د جنګ لپاره هیڅ شرعی بانه نه لرئ او یوازی سوله د خدای خوښ کار او په همدې حالت کی امر دی.

له دې امله رسول الله په خپل ژوند کی تر خپله وسه له جنګه مخ اړاوه، لکه چی یوه حدیث کی دی:

لَا تَمَنَّوْا  لِقَاءَ الْعَدُوِّ، وَسَلُوا اللهَ عَزَّ وَجَلَّ الْعَافِیَهَ (مسند احمد: ۱۹۱۱۴)

ژباړه: له دوښمن سره د مخامخېدا هیله مه کوئ، الله تعالی (په چارو کی) بریالتوب غواړئ.

په یوه حدیث کی دی چی الله تعالی په نرمی خپل بنده ته هغه څه ور کوی چی په سختی یې نه سی تر لاسه کولای:

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «یَا عَائِشَهُ» إِنَّ اللهَ رَفِیقٌ یُحِبُّ الرِّفْقَ، وَیُعْطِی عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا یُعْطِی عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا یُعْطِی عَلَى مَا سِوَاهُ “ (مسلم: ۲۵۹۳)

ژباړه: رسول الله ویل: ای عائشې! بېشکه الله نرمی کونکی دی او نرمی یې خوښه ده، په نرمی هغه څه ور کوی چی په سختی یې نه ور کوی او هم هغه څه چی له نرمی پرته یې په بل هیڅ شی نه ور کوی.

همدا لامل دی چی رسول الله په مدینه کی له یهودو سره دمیثاق المدینه په نوم د سولی او اتحاد تړون وکړ. د هجرت په شپږم کال یې له مکیانو سره د حدیبیې پر سیمه یو داسی تړون وکړ چی اصحاب یې منلو ته چمتو نه وو، خو رسول الله هغه مادې ور سره ومنلې او لاسلیک یې ور کړ. خدای په قران کریم کی همدې کار ته ښکاره بریا وویله او د رسول الله په مشری (۲۷) غزاګانو ته یې فتح مبین نه دی ویلی. راځئ دلته لېږ د حدیبیې پر سوله نور هم تم سو. هغه شرایط را واخلو چی رسول الله له مکیانو سره سوله ور باندی وکړه:

ابن کثیر په خپل کتاب الفصول فی السیره کی هغه شرطونه یاد کړی چی رسول الله له مکیانو سره سوله پر وکړه. هغه دا دی: ۱ـــ  عمره به دا کال نه کوی، راتلونکی کال به عمرې ته راځی، تورې به یې په پوښو کی وی او په مکه کی به یوازی درې ورځې تېروی. ۲ـــ  د دوی ترمنځ به دا تړون لس کاله وی. ۳ـــ قبایل اجازه لری چی خوښه یې وی هغه لوری دی ونیسی، د هر فریق لوری ته که یوه قبیله ودرېده نو پر هغې برید عینا پر هغه فریق برید دی. ۴ـــ  او څلرم شرط دا وو چی که د مکیانو له لوری څوک مسلمان سو، مسلمانانو ته یې پنا یووړه بیرته به دوی ته ور کول کېږی، خو له مسلمانانو څوک اسلام پرېږدی، مکیانو ته پنا یوسی، هغوی یې مسلمانانو ته نه ور سپاری. (یاد کتاب، غزوه حدیبیه: ۱۸۵)

(یوه یادونه چی غواړم دلته یې زموږ د مسلمانو مورخینو په اړه وکړم هغه داده چی دوی په خپلو کتابونو کی دومره ډېر جنګی فرهنګ ته متمایل دی چی د سولی کاروان یې هم د غزا په نوم یاد کړی. دلته یې باید د ټولو غزاګانو برخلاف د سولی سرلیک ایښی وای، مګر له بده مرغه چی زیاتره مورخینو او محدثینو دا کار نه دی کړی بلکی د غزا سرلیک یې ور کړی چی له سولی سره سمون نه لری.)

رسول الله په همدې شرایطو سوله ور سره وکړه، مګر د عمر فاروق په شمول زیاتره اصحاب حیران وو او تر خپلو منځو یې احتجاج هم وکړ. عمر فاروق ابوبکر صدیق رض ته احتجاج وکړ، هغه ورته وویل، هغه د الله رسول دی، د هغه له لوری مامور دی هغه یې مرسته کوی او ضایع کوی یې نه. بیا رسول الله ته ورغی او هغه خبرې یې ورته وکړې چی ابوبکر رض ته یې کړې وې، رسول الله هماغه ځواب ور کړ چی ابوبکر ور کړی وو. تر دې وروسته په قران کریم کی د سورت الفتح بسته سورت نازل سو او د رسول الله دا سوله یې د ټولو سوو جګړو برخلاف څرګنده بریا وګڼله او تر دې وروسته یې نتایج په یوه کال کی را ښکاره هم سول.

زموږ په هیواد کی چی ۴۰ کاله جګړه روانه ده، ولس یې تر بل هر ملت د سولی لپاره لېواله دی. سوله نه یوازی زموږ غوښتنه ده بلکی د هر انسان بشری اړتیا او فطری غوښتنه هم ده. سوله ژوند دی او ژوند هر ژوی ته د خدای ور کړې ډالۍ ده چی له هغه جل جلاله پرته یې بل څوک ترې د اخیستلو حق نه لری. سوله مینه ده، مینه د انسان لپاره د خدای ځانګړې تحفه ده چی که یې هر څوک ترې د اخیستلو هڅه کوی نو د خدای ور کړې تحفه له انسانه وړی. په سوله کی کاری فرصتونه ډېرېږی، خلګ له فقره خلاصېږی، رغونه زیاتېږی، د هیواد عامه تاسیسات جوړېږی، عدالت او انصاف ته خلګ لاس رسی مومی او په ټوله کی هر انسان له خپلو انسانی، قانونی او اسلامی حقوقو څخه برخمنېږی. سوله نن نه یوازی زموږ اړتیا ده، بلکی د شریعت او عقل تقاضا هم ده. د شریعت ښکاره نصوص می وړاندی ذکر کړو او د هغو هدایاتو د عملی نمونو لپاره می د رسول الله د سولی یادونه هم وکړه. سوله ټولو نړۍ والو قوانینو، اخلاقی اصولو او شرعی ضوابطو ته په کتو زموږ مسلم حق دی او ترې غاړه غړونکی له ټولو بشری، الهی او اخلاقی قوانینو څخه مخالفت کوی.

په هیواد کی د یوې رښتنې سولی او سلامتیا په هیله!

۲۰۱۸/ ۳/ ۲۸

اړوند مطالب


سوله؛ که جګړه؟ زبیر افغان


ښځه په نبوی دور کی/ زبیر افغان


نبوی اخلاق | زبیر افغان


نبوی اخلاق | زبیر افغان

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64648

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




63 − 54 =