سور پیزوان مه یادوه || ولی الله ملکزی

  • خپرول: ۲۹ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 84799


Fb-Button

زمو۲۰ږ په دفتر کې زه او دری تنه نور افغانان په دوو جلا جلا شعبو کې کارکوو چې د غرمنۍ په میز سره را ټولیږو. خو یو تن مو د افغان له نوم سره زښت زیات حساسیت لری،‌ کله ځان خراسانی او کله هم افغانستانی بولی. سره له دې چې دا ښاغلی ډیر خوږ ژبی او د بدیع او بیان په مجاز او حقیقت ښه اګاه سړی دی، خو بس د افغان له کلمې سره همدومره ستونزه لری لکه اوښ چې په ځوځانو شخوند وهی.

د شعر او تصوف مینه وال که د هرې ژبې او مذهب سره تړاو لری،‌ ولی د مولانا رومی له مثنوی سره به حتما اشنا او د هغه له ژورې ادبی سلیقې او فلسفې نه به یو څه برخه ترلاسه کوی. خو کله ناکله زمونږ د دی دوست له خولې  داسی اوتې بوتې راووځی چې ته به وایی د مولانا مثنوی، د صحیح بخاری په رجه ولاړه او همدا د شریعت اصلی سرچینه او د اسلام یوازینۍ مناره ده. نو ځکه خو ډیری مذهبی او اکاډومیک شخصیتونه په دې اند دی چې دینی ارزښتونه باید د ژبې او عصبیت په تله کې ونه تلل شی چې د فکری توندلارۍ نښه او د ذهنی انحراف پیلامه ده، مولانا رومی پخپله څه ښه وایی:

ستیز آوری کار اهریمن است – ستیزه به پرخاش آبستن است

خو دویم ملګری مو بیا په لاشعوری توګه، بلا ناغه هره ورځ د هغه په وړاندی دریځ نیسی او د غزل د بابا،‌ امیر حمزه شینواری هغه شعر زمزمه کوی چې د اغیارو له ننګه یی لا ډیر پخوا ویلو ته اړشوی وو:‌

وایی اغیار چې د دوزخ ژبه ده – زه به جنت ته د پښتو سره ځم

دریم اشنا مو دوه ځانګړتیاوې لری. یوه یی دا ده چې د شهید ولسمشر، داود خان په څیر هره اونۍ دوه ځلې له ږیرې سره یوځای د سر ویښتان هم کل کوی او بله دا چې همیشه یې د ترخې کافی پیاله په لاس کې نیولی وی. هغه د مارکس د فلسفې برخلاف چې اقتصاد د ټولنې زیربنا بولی، په دې باور دی چې د تاریخ  کږلیچونه او تاریخی شخصیتونه د ولسونو او امتونو د زوال او عروج بنسټونه دی. او له همدی امله په هره وړه او زړه خبره کې د ابن خلدون،‌ مارک ټوین او میرغلام محمد غبار یادونه کوی.

خو نن یی موډ پیکه، لاس خالی او د تالار په آخر کونج کې ایکی یوازې ناست وو. خوا ته یې ورغلم او د خپلې مرحومې انا یو نکل یی راته وکړ. ویل یې چې زمونږ په کلی کې یو غټ پایلوچ او بد عمله سړی اوسیده چې د آنارو له باغ پرته،  ټوله پلار ګټلی مځکه یی په چرسو او بنګو لولپه کړې وه. د ژمی یخې شپې وې، د جومات د نغری په خوا کې د بنډار ناستو خلکو ورته وویل چې نور نو خدای ته وګوره او توبه وباسه،‌ زه حج ته ولاړ شه ګوندی خالق دې ګرده ګوناوې در وبخښی.

ده  د سر په خوځولو مثبت ځواب ورکړ او بله ورځ یی پاتې یوه ټوټه مځکه هم خرڅه او له کاروان سره د کویټې له لارې کراچۍ ته روان شو. مسافرو احرامونه وتړل او په انګوټ (بیړۍ) کې مکې ته ولاړل خو دی هملته له نورو لوفرانو سره پاتې شو. دوې میاشتې وروسته چې ټول حاجیان کراچۍ ته راستانه شول نو دی هم ورسره مل او بیرته خپل کلی ته راغی. نو د ده کور ته هم ډله ډله خلک مبارکۍ ته راتلل. کله به چې به ورڅخه پوښتنه وشوه چې حاجی صاب د حج کیسه خو پاتې شوه، نو ده به لومړی په خپلې مۍ وریجې ږیره باندی لاس کش کړ او بیا به یی په تت آواز وویل: مه یې رایادوئ چې ژړا راځی.

نو مخکې له دې چې د خپلې انا بله کیسه پیل کړی، ما خبره ورپرې کړه او ورته مې وویل چې اشنا سر مې پرې خلاص نشو،‌ د مطلب خبره دې راته وکه چې نن ولې داسې بې دمه او د زړه په نغاره دې دوړې پرتې دی؟ لومړی یې ها خوا دېخوا په ځیر ځیر وکتل او بیا یې راته وویل چې دا څوکۍ دی لږ را جوخته کړه. زه ورنژدې شوم او خپل بیان یې داسې راته پیل کړ:

پنځه دیرش کاله وړاندی، زه د هجرت او شوروی اتحاد د تاړاک په مهال تاند زلمی او بې میو، دما دم مست قلندر وم. د ځوانانو لپاره په یوې ځانګړې حویلۍ کې اوسیدلم چې په هر سپین دیوال به سپیڅلی شعارونه لیکل شوی وو انقلاب، انقلاب، اسلامی انقلاب. مبارکې اوږدې ږیرې به وې،‌ د هر چا په سر به دې کاږه پکولونه لیدل او له هرې خوا به دې د ناره تکبیر ملکوتی غږونه اوریدل. د اوه ګونی اتحاد له داسې یوې ډلې څخه مې د غړیتوب کارت اخیستی وو چې د روسی‌ ښکیلاک په ضد جګړه او شهادت یې د جنت یوازینې لاره ګڼله. د ګوند مشر مو په پاسپورټ عقیده نه درلوده او موږ ته به یې د هرې جمعې په مازیګر د حلقې په ترڅ کې دا خبره بیا بیا کوله چې ځوانانو موږ یو امت یو او سرحدونه او پولې د انګریز شوم میراث دی چې باید ړنګې شی.

د غازی امان الله خان مازی نوم اخیستونکی ته همدومره سزا په پام کې وه، څومره چې یو مرتد او زندیق ته ورکول کیږی. غنی خان سور کاپیر او اشعار یی د ابلیس وسوسې بلل کیدې. د عدم تشدد سالار، خان عبدالغفار خان د بې دینو او سرکښو خلکو سمبول ګڼل کیده او د ملت، ملی نوامیسو او وطن نومونه د کبیرې ګناه مترادف ګڼل کیدل.

خو برایی شپه مې په فیسبوک کې د دې ډلې د یوغړی منحوسه قواره ولیده چې د افغانستان ملی‌ بیرغ ته یې په داسې حال کې اور ورته کړی و چې د خپلې ټلوالې بیرغ یې لک نیولی او شاوخوا را‌ټولو لنډغرو ورته د تکبیر نارې وهلې. زموږ بیرغ خو یوازې درې رنګونه نه دی بلکې دا د ګردې نړۍ تر ‌ټولو مقدس او مبارک علم دی. دلته خو د لا اله الا الله محمد رسول الله، کلمه کښل شوې ده. دلته خو محراب او منبر نقش شوی دی. دلته خو د محمدی ګونبزې د شین رنګ د تبرک په خاطر، زرغون رنګ انتخاب شوی دی، دلته د شهیدانو د سرو وینو او د پیرنګی او صفوی د تورو دورو یادونه شوې او بله دا چې دلته د استقلال او خپلواکۍ تاریخ لیکل شوی دی.

که په اروپا یا بله کومه خاوره کې څوک زمونږ د مقدساتو سپکاوی وکړی نو موږ احساساتی خلک بیا قیامت جوړ کړو، هم خپلې وینې توی کړو او هم خپلو ملی او حکومتی‌ شتمنیو ته اورونه واچوو. ولې پرون په کابل کې دغه مجاهد نما لنډه غری د پاکې کلمې جنډه ایره ایره کړه، خو هیچا هم ورته ونه ویل چې په مخ دې څو سترګې دی. د دې ډلې مشر خو به ویل چې څوک د دین او کلمه شهادت سپکاوی وکړی او یا د غزا مال د امیر له اجازې پرته په بډه ووهی نو د قیامت په ورځ به یی په معقد کې د خیانت جنډه نیغه ولاړه وی. زه خو نه پوهیږم چې آیا دوئ پخپله داعیه کې ریښتینی نه وو او کنه ایمان یی زړه ته د کوزیدو په مهال  په ستونی کې بند پاتې شوی و؟

زه پوه شوم چې ملګری ته می نن د خپلې ځوانۍ او بیکسۍ تابلو سترګو ته دریدلې او د خپل مشر د بی وفایئ او جفا څپړې ورته مخ سوځولی دی. نو د هغه د تسل په خاطر د غوږ پوڅقۍ ته یی همدومره ورلنډ شوم لکه ملا چې د نوی ماشوم په غوږ کې آذان کوی. په ورو مې ورته وویل چې یاره په نیکۍ پښیمانی او له قربانۍ ستومانی د رندانو کار نه دی. ستا سرښندنه رنګ رواړی او په دې ازغنې لارې به خپل خاپونه ترشا پریږدی. بیا مې ورته د ملی او حماسی  شاعر، ارواښاد ملنګ جان دا څو بیتونه هم ډالۍ کړل:

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه –  د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

رواړئ زولنې چې اول ښکل بیا یی په پښو کړم  – د مینې کار کې ما لره زندان مه یادوه

شمع په ژړا شوه لباسی پتنګان لاړل  –  وردانګه ملنګ جانه خو د ځان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه

۴ total views, 4 views today

اړوند مطالب


د قلم نوکه او د ټوپک شپیلۍ | ولی الله ملکزی


اصحاب الکهف او د ډیورند د لیکې ولسونه || ولی الله ملکزی


 د ولایت فقیه عقیده او واکمنی|| ولی الله ملکزی


له جګړې کرکه / ولی الله ملکزی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84799

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *