سوریه وایی اسراییلو په دمشق کې پوځی تاسیسات موخه ګرځولی

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43767

د سوریې پوځ وایی، اسرائیلی جنګی الوتکو د لبنان له هوایی حریم څخه په استفادې راکټونه ویشتلی او د مشق ته څېرمه په یوه لیری پرته سیمه کې یې یو پوځی هدف په نښه کړی دی.
د سوریې دولتی ټلوېزیون کې په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړل شوی، خو دا یې د اسرائیلو یو نوی یرغل بللی دی.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
دا تر یوې میاشتې په کمه موده کې د سوریې د ولسمشر بشاراسد د پوځ له لوری پر اسرائیلو دوهم تور دی چې لګوی یې.
اسرائیلو د سوریې په اووه کلنۍ کورنۍ جګړې کې څو ځلې په سوریې کې دننه هوایی حملې کړی دی او ویلی یې دی چې په دغو بریدونو کې یې د وسلو هغه مشکوک کاروانونه په نښه کړی چې په سوریې کې د لبنان د حزب الله ځواکونو د تجهیز لپاره لېږدول کېدلې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43767

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *