سوریه، د امریکا هوایی بریدونو کې دوه روسی جنګیالی وژل شوی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 44946
سوریه، د امریکا هوایی بریدونو کې دوه روسی جنګیالی وژل شوی

سوریه کې د روسی جنګیالیو پخوانیو ملګرو ویلی چې دوه روسی جنګیالی د امریکا په هوایی بریدونو کې وژل شوی دی.

سوریه کې د روسیې د رسمی پوځیانو برسېره په غیر رسمی ډول ګڼ شمېر کرایی روسی جنګیالی د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جګړه کوی.

دوی ویلی، دغه جنګیالی په دیرالزور ولایت کې هغه مهال ووژل شول چې کله امریکایی الوتکو د سوریې پر پوځیانو او ملاتړو ملېشو هوایی بریدونه ترسره کړل.

روئیټر اژانس د یوه امریکایی چارواکی له قوله وویل، د روانې میاشتې په ۷ نېټه د سوریې د رژیم پوځیانو او د هغوی ملاتړو ملېشو  د امریکا پر ملاتړو کرد وسله والو پراخ برید ترسره کړ چې امریکایی الوتکو له ځانه او له خپلو شریکانو د دفاع په خاطر پر هغوی بمبار وکړ چې تر ۱۰۰ زیات پوځیان او ملېشې یې ووژلې.

د فرانسې خبری اژانس ویلی، دغه جنګیالی د امریکا په هوایی بریدونو کې وژل شوی دی.

د روسی جنګیالیو ملګروڅرګنده کړې، د دوی دوو ملګرو په غیر رسمی ډول د سوریې د رژیم له پوځیانو سره څنګ په څنګ جګړه کوله چې په دیرالزور ولایت کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د روسیې یوه بل سازمان ویلی، دکیریل انانیف په نوم یو روسی وګړی د فروری په ۷ د سوریې خشام ښارګوټی ته نژدې په جګړه کې وژل شوی دی.

په همدې مهال کرملین ویلی چې دوی د روسی یوځیانو له چوکاټ څخه بهر په سوریه کې د روسی وګړو د وژنې په اړه معلومات نه لری.

د کرملین ویاند دیمتری پسکوف څرګنده کړې، په سوریه کې د نورو روسیانو د احتمالی شتون په اړه دوی معلومات نه لری.

احمد ظریف

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44946

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *