سوریې ته د روسیې اس ۳۰۰ ماډل دفاعی سیسټم د سپارلو په موخه د روسیې له پرېکړې څخه د امریکا اندېښنه

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 85905

له هغه وروسته چې روسیې اعلان وکړ چې تر راتلونکې دوه اونیو پورې سوریه په اس ۳۰۰ ماډل دفاعی سیسټم سمبالېږی، امریکایی چارواکو ددې موضوع په اړه د اندېښنې ترڅنګ، هغه یې یوه ستره تېروتنه بللی او په دې برخه کې د مسکو د بیاکتنې غوښتونکی شول.
د روسیا الیوم د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازی نیکی هیلی او د یاد هېواد د ملی امنیت له سلاکار جان بولتون سره په یو ګډ خبری کنفرانس کې ټینګار وکړ چې هوډ لری ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی ټولنې د اوسنی ناستې په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګی لارووف سره یوه ناسته ولری ترڅو سوریې ته د اس ۳۰۰ ماډل دفاعی سیسټم د سپارلو مساله تر څېړنې لاندې ونیسی.
پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا له روسیې سره مرستو ته ژمن دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85905

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *