سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوی

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 84679

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی، په بېلابېلو برخو کې صادرات ۳۲ فیصده زیات شوی دی.
د دغه وزارت اداری او مالی معین اجمل حمید عبدالرحیمزی تېره ورځ ناوخته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبری کنفرانس پر مهال وویل چې افغان حکومت د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول د رامنځته کېدو په لټه کې دی.
نوموړی وویل د صادراتو د یوې پنځه کلنۍ ستراتېژۍ له مخې د تېر کال په پرتله بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په تېرو اتو میاشتو کې ۳۲ فیصده لوړه تللې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت دغه چارواکی وایی چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پیاوړی کېدو لپاره کار کوی چې ورسره تمه ده، د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات به نور هم زیات شی.
د یادونې ده چې افغانستان د تېر ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې راپه دېخوا یو شمېر هېوادونو ته د هوایی دهلېزونو د پروژو د پرانیستلو له لارې هڅه کړې چې د افغان سوداګرو توکی په ارزانه بیه بهر ته واستوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84679

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *