سنا مجلس: د افغانستان جګړه شخصی کول د نه منلوړ وړ دی

  • خپرول: ۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87144

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او ځینی غړی بلک واټر کمپنی ته د افغانستان جګړې د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار وایی ”د افغانستان جګړه شخصی کول دردوونکې او د نه منلو وړ خبره ده، موږ د امریکا حکومت سره ستراتیژیک تړون لرو نه د هغوی شخصی او جنګی کمپنیو سره، افغان حکومت باید دې موضوع ته جدی پام وکړی ځکه د جګړې شخصی کول نه یوازې د هیواد آن د سیمې په زیان هم ده او باید په پوره هوښیارۍ سره دې موضوع ته پاملرنه وکړی. “
هغه زیاته کړه ”همدا راز د امریکا حکومت دې هم تیرې ناکامې تجربې بیا نه تکراروی او د افغانستان سره دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړی. “
د راپورونو له مخې، د بلک واټر په نوم د خصوصی جنګی کمپنی رئیس ایرېک پرنس شاوخوا یو کال مخکې دغه طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړې وه.
نومړی څو ورځې مخکې له یو ټلویزیون سره د مرکې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر خصوصی کولو ټینکار وکړ او زیاته یې کړه چې دروانو جکړو د ژر پای ته رسېدو غوره لاره د جګړې خصوصی کول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87144

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *