سناتورانو له امریکا سره د امنیتی تړون د بیاکتنې غوښتونکی شول

  • خپرول: ۱۴ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 62094

د جرګې ځینو غړو په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په غبرګون، له امریکا څخه نیوکه کوی چې د افغانستان په تړاو د خپلو ژمنو په برخه کې عمل نه دی کړی او ددغه امنیتی تړون د بیاکتنې غوښتونکی شول.
د سنا مجلس د نن(دوشنبه) ورځې په ناسته کې، د جرګې یوشمېر غړو امریکا په دې تورن کړل چې د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دغه تګلاره باید بیاکتنه وشی.
د زابل د خلکو استازی زلمی زابلی څرګند کړ: د امریکا له خوا د ژمنو نه پلی کېدل باید وڅېړل شی، په هغه صورت کې چې افغانستان له امریکا سره د امنیتی تړون څخه کومې ګټې ترلاسه نه کړی، باید دغه تړون لغو شی.
دی زیاته کړه چې موږ د امریکا فریب خوړلی او دغه تړون مو تایید کړی، خو له امریکا سره امنیتی تړون له موږ سره هیڅ ډول مرستې نه دی ترسره کړی.
د ښاغلی زابلی په وینا، امریکا په افغانستان کې د جګړې دوام غوښتونکی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=62094

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *