سمنګان کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله اته کسان ووژل شول

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 114031

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یو کان کې چاودنې اتنه کان کیندونکی وژلی دی.
د سمنګان د ولایتی شورا رئیس راز محمد موحدی وایی چې دا پیښه تیره ورځ ناوخته ددې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یو کان کې هغه مهال رامنځته شوه چې کان کېندونکی په کار بوخت وو.
موحدی ویلی دی چې په یاد کان کې دوه کاله وړاندې هم د چاودنې له امله ۱۴ کان کېندونکی وژل شوی وو چې له هغې وروسته یاد کان وتړل شو خو په وینا یې چې په دې وروستیو کې څو میاشتې وړاندې د فتح الله په نامه یو کس پرې بیا کار پیل کړ.
د نوموړی په وینا چې که څه هم په لومړی سر کې یې فتح الله ته ډېر ویلی دی چې یاد کان خطرناک دی او ګاز لری خو نوموړی یې د خبرو پروا نه ده کړې.
تر اوسه فتح الله په دې اړه څه نه دی ویلی خو د سمنګان پولیسو ویلی دی چې په دې اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114031

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *