سلګونه افغانان د عربستان څخه د ملاتړ په موخه د یمن په جګړه کې حضور لری

  • خپرول: ۱۱ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 39811

امنیتی سرچېنې راپور ورکوی چې زرګونه افغانان د سعودی عربستان څخه د ملاتړ په موخه د نیابتی جګړې په خاطر یمن ته لېژل شوی دی. خو د سعودی عربستان څخه د افغانستان ملاتړ له امله دغه موضوع رسنیز شوې نده.
تردې وړاندې د دوه زره شپاړسم کال د جنوری په شلمه ، بی بی سی په یو راپور کې د یمن جګړې ته د سلګونه افغانانو د لېژلو څخه خبر ورکړی وو . د بی بی سی په راپور کې ، د یوتن هغه شخص سره چې د حوثیانو سره د جګړې په موخه دده د کورنۍ اوه غړی یمن ته تللی ول ، مرکه شوې وه.
دی څرګند کړی وو چې افغانان د حج زیارت په پلمه عربستان ته لېژل شوی او له هغه وروسته د یمن په جګړه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی. دی په دغه مرکه کې ویلی وو چې ددوی له سیمې څخه څه باندې ۵۰ کسان دغه عربی هېواد ته لېژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39811

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *