سعودی مېرمنې کولای شی د پیغام له لارې دخپل طلاق په اړه معلومات ترلاسه کړی

  • خپرول: ۱۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 98191

سعودی عربستان په یوه نوی قانون سره محکمو ته امر کړی چې د یوه لنډ تایید پیغام استولو له لارې ښځې د هغوی د طلاق د حکم په اړه خبرې کړی. په پام کې ده چې دا قانون په دې هېواد کې د ‘غیابی او پټ طلاق’ پرسر بحث ته پای ورکړی.
په پام کې ده نن (یکشنبه، جنوری ۶مه) محکمه د طلاق په اړه د یوه لنډ‌ ټیلیفونی پیغام په استولو سره خپله پرېکړه زوجینو ته واوروی.
دا قانون ښځو ته د هغوی د مهر او نفقې په څېر د حقونو ورکولو کې مرسته کوی او په سعودی عربستان کې وکیلانې وایی ددې قانون په پلی کېدو سره به هغې پدیدې ته د پای ټکی کېږدی چې سړو بهد ښځو له اجازې پرته هغوی ته طلاق ورکاوه.
سعودی عربستان تېر کال هم د ځینو قوانینو په تصویبولو سره ښځو ته ټولنیزه ازادی ورکړه،‌ چې د ګاډی چلولو او د ښځو قضاء هم پکې راځی.
پر دې سربېره،‌ لاهم سعودی عربستان یو نرواکی هېواد ګڼل کېږی.
سعودۍ وکیله نسرین القامدی بلومبرګ خپرنۍ ته ویلی: “دا قانون د هغو ښځو لپاره ښه ګام دی چې د طلاق پروخت د خپل حق دفاع وکړای شی؛ لکه مهریه او نفقه یې.”
په ورته وخت کې، سامعه‌ الهندی د سعودی عربستان یوې ورځپاڼې ته ویلی، ډېری ښځې د طلاق د حکم جاری کېدو په اړه د بې خبرۍ له کبله د محکمې پروړاندې شکایت کړی.
دا نوی قانون د ځوان سعودی ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادی او ټولنیزو اصلاحاتو د لړۍ یوه برخه ګڼل کېږی؛ داسې احکام چې تېر کال یې په اړه ښځو د فوټبال ورزشی لوبغالو ته د ورتګ اجازه ومونده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98191

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 5 = 1