سعودی عربستان د ۳۰ زره افغان حاجیانو له درکه ۸۳ میلیونه ډالر ګټې ترلاسه کوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 127545

د ارشاد حج و اوقافو وزارت وایی، سږ کال له افغانستان څخه د حج د اداینې لپاره ۳۰ زره کسان ځی.
د ارشاد حج و اوقافو وزارت ویاند ناصرالدین دریځ وایی، له دغو ۳۰ زره حاجیانو څخه ۲۵ سلنه یې ښځې دی.
د نوموړی په خبره، ۲۶ زره حاجیان په خپلو پیسو د ازادې پچې اچونې له لارې حج ته ځی، خو شاوخوا شپږ زره نور په دولتی سهمیه کې حج ته استول کېږی.
د حج و اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له یو حاجی څخه ۲۷۰۰ ډالر د حج مصرف اخیستل کېږی، خو له دې کبله چې اهل تشیع حاجیان متفاوت او جلا خدمات غواړی نو له هغوی څخه ۵۰ ډالر زیات اخیستل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127545

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *