سعودی سوداګر، خبریالې ته د ۲۵ میلیون ډالرو مهر وړاندیز کړی

  • خپرول: ۱۹ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 57607

لوشی

د انځور حقوق
zarkachat.com

Image caption

لوشی المبارک ډېره ژر پر خواله رسنیو د ښکلې سودانۍ لقب خپل کړ.

د سعودی عربستان یوه سوداګر د سوډان یوې خبریالې او ماډلې الاء المبارک، چې په “لوشی” شهرت لری، د ۲۵ میلیون ډالرو مهر ورکولو وړاندیز کړی، خو هغه وایی، سوډانۍ ده او له سوډانی سره به واده وکړی.

که څه هم د دغه سوداګر نوم نه دی یاد شوی، خو پر خواله رسنیو سوډانۍ ماډلې ته د هغه پر وړاندیز پراخ بحثونه وشول، چې بلاخره لوشی پر ټوېټر خپل غبرګون وښود.

د لوشی په ټویټ کې راغلی، چې هغه پر خپل افریقایی تابعیت ویاړی او له سوډانی پرته به له بل چا سره واده ونه کړی.

لوشی وړاندې د دغه سوداګر ځواب ته په یوه ټویټ کې لیکلی وو چې “سمه ده واده درسره کوم”، خو وروسته پښېمانه شوه.

د “نیلین” په نوم وېبپاڼې د یاد سوداګر له خولې ویلی، د لوشی د ۲۵ میلیون ډالرو مهر سربېره یې هغې ته د سعودی ریاض کې د یوه لوکس کور ورکولو ژمنه هم کړې وه.

لوشی المبارک ډېره ژر پر خواله رسنیو د ښکلې سوډانۍ لقب خپل کړ.

نوموړې د سوډان د ښکلا د یوې مشهورې سوډانۍ سوسن الخفجی لور ده.

لوشی پر خواله رسنیو د خپلو خاصو انځورونو او د ورځنیو چارو په اړه د معلوماتو په خپرولو ډېره مشهوره شوه.

له ټویټر تېر شئ د @looshi_alaa شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @looshi_alaa شمېره په مټ

لوشی پر خپل ټویټر لیکلی: “دا ویاړ مې بس دی چې د افریقا لور یم. سعودی عربستان او وګړی مې د سر سترګی دی،خو په ټول ویاړ سوډانۍ یم او له سوډانی سره به واده کوم.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57607

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *