سرچینه: د قطر غونډه په ټکنی توب خو په ښه توګه دوام لری

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 107884

د کره سرچینې په وینا، د قطر غونډه په ټکنی توب خو په سم لور روانه ده او یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره هیلې ډېرې شوی دی.
د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې چې له تېرو دریو اونیو راهیسې پیل شوی، نن یکشنبه هم دوام لری او دواړه خواوې هیله مند دی ترڅو په دې ناسته کې د افغانستان سولې په اړه یوې هوکړې ته لاسرسی ومومی.
د بهرنیو ځواکونو وتل، د امریکا پر وړاندې د افغانستان له خاورې ګټه پورته کول، د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمې ناستې پیل او په دې غونډه کې له بحث وروسته د اوربند ټینګښت مطرح شوی، خو په دې اړه نور جزییات نه دی ورکړل شوی. په همدې حال کې دواړه خواوې هیله مند دی ترڅو د خبرو په دې پړاو کې یوې پایلې ته ورسېږی.
تېره ورځ هم د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې د ورځې تر ناوخته دوام لرلې خو د هغې جزییاتو په اړه څه نه دی ویل شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107884

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




1 + 4 =