سرچینه: د انتخاباتی کمېسیون نوی کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104486

د انتخاباتو د قانون د تعدیل له توشیح سره پر یوه وخت د ولسمشر دفتر ته نږدې یوه سرچینه وایی چې د انتخاباتی کمېسیون نوی کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شی.

سرچینه وایی، ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات نوی کمېشنران مدیریت کړی.

په همدې حال کې د ولسمشر د دفتر مرستیال ویاند شاه حسېن مرتضوی ازادی راډیو ته وویل چې نن سې شنبې د کابینې په غونډه کې د انتخاباتو د قانون مسوده تصویب شوه او افغان ولسمشر هم لاسلیک کړه.

د ښاغلی مرتضوی په وینا، د انتخاباتو په نوی قانون کې د غوراوی کمېټې حذف له یو شمېر مواردو څخه دی.

مرتضوی د انتخاباتی کمېسیونو د کمېشنرانو د غوراوی د څرنګوالی په اړه داسې وویل:

“د غوراوی کمېټه حذف شوه او پرځای یې یو مېکانیزم په پام کې دی چې له انتخاباتو سره اړوند سیاسی ګوندونه او مدنی ادارې یو لېست جوړوی چې له دې لېسته د انتخاباتی کمېسیون او انتخاباتی شکایتونو کمېسیون غړی حذفېږی.”

د انتخاباتو د نوی قانون له مخې په ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د کاندیدۍ لپاره ۲۵ کاله عمر ټاکل شوی دی.

په‌دې قانون کې همدا راز په ولسوالیو شوراګانو کې د ښځو لپاره ۲۵ فیصده برخه په پام کې نیول شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104486

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 18 = 25