سروې: ۶۰ سلنه نوماندان دخپلو مسولیتونو څخه بې خبره دی او ۴۰ سلنه نور دخپلو شخصی ګټو په فکر کې دی

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87970

د ځوانانو د مدنی ټولنې د همغږۍ مرکز وایی راتلونکو ټاکنو ته ۶۰سلنه نوماندان اصلاً پخپلو مسؤلیتونو نه دی خبر او ۴۰سلنه نور د خپلو شخصی ګټو لپاره نوماندان شوی دی.
په دې سروې کې چې له ۲۰۳ تنو نومانانو پوښتنې شوې، ویل شوی ۲۳سلنه اصلاً سیاسی پوهه نه لری.
راتلونکې ټاکنې چې شنبه ترسره کېږی، د ولسی جرګې ۲۴۹ چوکیو ته په ټول هېواد کې ۲۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړی.
تر دې وړاندې یوې بلې سروې ښوودلې وه، چې یوازې پلازمېنه کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنیزه پروسه باور نه لری او ۴۰ سلنه نور اندېښمن دی.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګډوډی، نا امنی او پر اوسنۍ ولسی جرګه بې باوری هغه څه دی چې خلک یې پر راتلونکو ټاکنو هم بې باوره کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87970

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *