سروې: د افغانانو یوازې یو پر پنځمه برخه د ټاکنو رڼوالی په اړه باور لری

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 88057

د ګالوپ موسسې د نظرپوښتنې له مخې چې نن پنجشنبه خپور شوې، نېږدې یو پرپنځمه برخه افغانان د ټاکنو رڼوالی په اړه ډاډمنتیا لری.
د هغې نظرپوښتنې له مخې چې د جولای په میاشت کې ترسره شوې، د افغانستان ۱۹ سلنه خلکو د ټاکنو د رڼوالی په اړه باور لرل، په داسې حال کې چې ۷۶ سلنه نورو د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه باور نه لرل.
ګالوپ ویلی: « په هېواد کې د ټاکنو بهیر په اړه د نه ډاډمنتیا کچه د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته زیاتوالی وموندله، هغه ټاکنې چې د پراخو درغلیو له امله د درې میاشتنی سیاسی بحران لامل شو».
ټاکل شوې پارلمانې ټاکنې له درې کال ځنډ وروسته د تلی میاشتې په ۲۸مه ترسره شی او دا درېیم پارلمانی ټاکنې دی چې له ۲۰۰۱ کال وروسته په هېواد کې ترسره کېږی.
ګالوپ ویلی چې اوس مهال په افغانستان کې ډېر عمر لرونکی کسان ددغه هېواد په هره برخه کې د تېرې یوې لسیزې په پرتله لږ د امنیت احساس کوی.
دمګړۍ ۱۳ سلنه په دې باور دی چې په خپله سیمه کې د خوندیتوب احساس کوی، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۶ کال کې ۳۶ سلنو ته رسېدلې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88057

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *