سروې: افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د رڼوالی په برخه کې له سلو ۴۹ نمرې ترلاسه کړی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44484

د خلاصې بودجې د ۲۰۱۷ کال یوه سروې ښیی چې افغانستان د شفافیت په برخه کې، له سلو۴۹ نمرې خپلې کړې دی .
د افغانستان د روڼتیا بنسټ د نړیوالې بودجې د مشارکت د ادارې په ملتیا، د ۲۰۱۷ کال د خلاصې بودجې سروې ترسره کړه او ټینګار کوی چې په بودجه کې د خلکو ونډه زیاته شی.
د افغانستان د روڼتیا د څار د بنسټ رئیس سیداکرام افضلی د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» په یوې خبری ناسته کې وویل، په سروې کې روڼتیا، څار او په بودجه کې د خلکو مشارکت په پام کې نیول شوی دی.
ده وویل، د ۲۰۱۷ کال بودجې د روڼتیا له پلوه له سلو ۴۹ نمرې خپلې کړې دی.
افغانستان له ۲۰۰۸ میلادی کال را پدېخوا د خلاصې بودجې د سروې له خوا ارزول کېږی .
په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ۸ نمرې ، په ۲۰۱۰ کې ۲۱ په ۲۰۱۲ کې یې ۵۹ او ۲۰۱۵ کې یې ۴۲ نمرې خپلې کړې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44484

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *