سرویس پارلمان

ټاکل شوې ولسی جرګه د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد استجواب کړیتیتر دو

د ولسی جرګې غړی د هیواد د خراب امنیتی وضعیت او د دولتی سرتېرو د تلفاتو د لوړېدونکې شمېرو په تړاو د راپورته شویو اندېښنو د جواب په موخه د ګډ حکومت د دفاع وزرات سرپرست « اسدالله خالد» راتلونکې دوشنبه ولسی جرګې ته وربولی.

د جرګې استازو یوځل بیا د جرګې ریاست په اړه د شخړو د حل په موخه یوه ۲۵ کسیز پلاوی رامنځته کړتیتر یک

د جرګې له پرانیستلو څه باندې دوې میاشتې تېرې شوی خو د جرګې استازو تردې دمه نه دی توانېدلی چې د جرګې ریاست او اداری پلاوی د ټاکلو پرسر هوکړې ته ورسېږی او نشی کولای خپلې غونډې په قانونی ډول ترسره کړی.

ولسی جرګه رخصت شوه!تیتر دو

د ولسی جرګې ځینې غړی وایی، د کوچنی اختر د رارسېدو له امله، جرګه سرله نن ورځې د یولسو ورځو لپاره رخصت ده او عمومی غونډې د اختر په څلورمه ورځ له سره نیول کېږی.

د جرګې ریاست کړکېچ د حل په برخه کې ناندرۍتیتر یک

د جرګې ریاست د ټاکنو پرسر ناندرۍ همداشان دوام لری او استازی په هیڅ ډول د حل لارې په ترلاسه کولو بریالی نه شول. د نظر اختلافونه د هغې یوې رایې پرسر دی چې باطل اعلان شوې وه.

د ولسی جرګې اداری پلاوی ټاکنې بې پایلې پای ته ورسېدېپارلمان

د افغانستان ولسی جرګه کې نویو ټاکل شویو استازو نن خپله لومړنۍ عمومی غونډه وکړه. په غونډه کې نژدې ټولو وکیلانو برخه اخیستې وه، چې د ولسی جرګې رییس او اداری پلاوی وټاکی، خو دغه غونډه بې پایلې تر سره شوه.

نن د ولسی جرګې اداری پلاوی ټاکنې ترسره کېږیتیتر دو

د پارلمانی ټاکنو پایلې له اعلان او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابل او پکتیا ولایتونو د نویو استازو د لوړې مراسمو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته، نن د جرګې اداری پلاوی ټاکنې ترسره کېږی.