سرویس ورزش

د افغانستان او سویلی افریقا ترمنځ د کریکټ لوبهورزش

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان او سویلی افریقا ترمنځ لوبه په کارډېف ښار کې روانه ده. پچه سویلی افریقا وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی او نور علی ځدراڼ بټېنګ پیل کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ په برخه کې نوی بدلونونهورزش

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه شنبه په یوه خبری کنفرانس کې اعلان وکړ چې د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملی لوبډلې پخوانی روزونکی انډی مولز به د غوراوی کمېټې مشر وی. له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوی د کومیټې مشر ټاکل شوی.

د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان کریکټ ملی لوبډلې بریاورزش

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې نن پنجشنبه ایرلنډ ته په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. ایرلنډ لومړۍ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و، خو په پای کې یې ټاکل شوی هدف په ۵ وېکټو په وروستی اور کې بشپړ کړ.

اسدالله خان د افغانستان کریکټ بورډ اجرایی مشر ټاکل شویورزش

د افغانستان کرېکټ په یوه اعلامیه کې ویلی، د پخوانی اجرائیه رئیس شفیق ستانکزی کاری موده پای ته رسېدلې او اسدالله خان د دې بورډ نوی سرپرست اجرائیه رئیس ټاکل شوی دی. د دې بدلون وړاندیز د کرېکټ بورډ مشرتابه لخوا شوی او د ولسمشر غنی لخوا منل شوی دی. […]

افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ته لار وموندورزش

افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لار ومونده. د کرېکټ نړیوالې شورا “ای سی سی” د سه شنبې پر ورځ په خپله خبرپاڼه کې ویلی، په شلو اوریزو سیالیو کې د اوسنۍ درجه بندۍ پر اساس د سر اته ټیمونه مخامخ دې سیالیو ته لار موموی.

ولسمشر غنی: حکومت د کریکټ اتلانو د ملاتړ په موخه خپل امکانات نه سپمویورزش

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په چار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې افغان لوبغاړی ملی اتلان وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت خپل امکانات له دې اتلانو درېغ نه کړی.