سرویس نړیوال

عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالی د ډېروالی په اړه خواشینی څرګنده کړېنړیوال

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلی، په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دی، دی په افغانستان کې د تاوتریخوالی په ډېرېدو سخت خپه دی. د پاکستان د لومړی وزیر له دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلی، په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کلونو جګړې د دې هېواد او د پاکستان خلک سخت کړولی دی.

ملګرو ملتونو د عربستان حکومت له خوا د شیعه خلکو ټولیز اعدام په کلکو ټکو وغندلنړیوال

د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو عالی کمېشنر نن چهارشنبه د سعودی عربستان د ۳۷ شیعه وګړو د اعدام حکم وغندل. د عربستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ چې د ترهګرۍ اړوندو جرمنو په تور ددې هېواد بېلابېلو ښارونو د ۳۷ کسانو سرونه پرې کړی دی.

عربستان د ترهګرۍ په تور ۳۷ کسان اعدام کړلنړیوال

د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په صادرولو سره اعلان کړی چې د ترهګریزو ګامونو د ترسره کولو لپاره د هڅو په تور د ۳۷ کسانو د اعدام حکم پلی شو.

د اندونیزیا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوېنړیوال

د اندونیزیا ټاکنو غیررسمی پایلې ښیی چې جوکو ویدودو ددې ټاکنو ګټونکی دی او د دوهمې پنځه کلنې دورې لپاره به ددې هېواد چارې پرغاړه واخلی خو دا پایلې د هغو محافظه کارو مسلمانانو برخې د پیاوړی کېدو ښکارندویې کوی چې د ویدودو سیال ته یې رایه ورکړه.

د عمران خان په کابینه کې لومړنی بدلونونهنړیوال

د پاکستان لومړی وزیر دخپل کار له پیل نه د اوه میاشتې په تېرېدو سره دخپلې کابینې په ستر بدلون کې، عبدالحافظ شیخ د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی ترڅو هېواد یې د اقتصادی نارامۍ له بهیر څخه وژغوری.

د پاکستان مالیې وزیر استعفا وکړهنړیوال

د پاکستان مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې او وایی، ځایناستی به یې هم په هېواد کې له مالی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ وی. نوموړی وایی، د دندې پر مهال یې د پاکستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره سختې پرېکړې کړې.