سرویس نړیوال

د پاکستان پر خاوره د هندی الوتکو بریدنړیوال

وروسته له هغه چې د پاکستان او هندستان هېوادونو ترمنځ کړکېج زیات شو نن یو شمېر سرچینو داسې راپورونه خپاره کړل چې هندی الوتکو د پاکستان پرخاوره بمبار کړی.

عمران خان: ثبت شوی افغان کډوال کولای شی بانکی حسابونه پرانیزینړیوال

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی دی چې له دې وروسته به په پاکستان کې راجستر شوی افغان کډوال وکړای شی چې هلته بانکی حساب برانیزی او د هغه هېواد په اقتصاد کې په رسمی توګه برخه واخلی. عمران خان لیکلی، دا کار باید پخوا شوی وای.

د سعودی عربستان او طالب استازو ترمنځ لیدنه لغوه شوهنړیوال

راپورونه وایی چې په اسلام اباد کې د سعودی عربستان د ولیعهد او د طالبانو د استازو پلان شوې کتنه لغوه شوې ده. مخکې له دې راپور ورکړل شوی و چې سعودی ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان صدراعظم عمران خان به سبا د دوشنبې په ورځ د طالبانو […]

په امریکا کې د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوینړیوال

د امریکا شیکاګو ته څېرمه یوه کارځی کې یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړی. له بریدګر سره پولیسو نښته کړې چې پنځه پولیس پکې ټپیان شوی دی. تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کې د دغه برید انګیزه مالومه […]

پاکستان ته د اېران سپاه پاسداران خبردارینړیوال

د ایران د سپاه پاسداران ځواک عمومی قوماندان جنرال محمد علی جعفری پاکستان د جیش العدل ډلې پر ملاتړ تورن کړ. جېش العدل هغه سُنی ډله ده چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش – زاهدان پر لویه لار یې د سپاه پاسداران پر ځواکونو د موټر […]

ټرامپ بېړنی حالت اعلان کړنړیوال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنوبی پولو کې د تاوتریخوالی ډکو پېښو په پلمه ددې هېواد په ټولو برخو کې د بېړنی حالت امر صادر کړی دی. په ورته حال کې د ډموکراټ ګوند پېژندل شویو استازو نانسی پلوسی او چاک شومر په یوه ګډه ویناپاڼه، د ټرامپ دغه […]

سعودی عربستان د ترهګرو په لیست کې شامل شوینړیوال

دغه پرېکړه لیک د امریکا د  استازو جرګې چې دېموکراتان په کې برلاسی دی، پرون تصویب کړی دی. دغه پرېکړه لیک ته چې پر مټ یې د یمن په جګړه کې له ریاض څخه د واشنګټن ملاتړ پای ته رسولی ۲۴۸ استازو د تایید او ۱۷۷ د رد رایه ورکړې […]

د اېران په زاهدان کې د ترهګریزې پېښې له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتېنړیوال

د اېران سپاه پاسداران ددې بنسټ کارکوونکو پر لېږدونکی موتر د ترهګرو له ځانمرګی برید خبر ورکړ. ددې ویناپاڼې په یوه برخه کې راغلی: په دې ځانمرګی برید کې چې د چاودېدونکو توکو ډک یو موټر په ګټې اخیستنې د سپاه پاسداران ځواکونو پر لېږدونکی موټر ترسره شوی، یوشمېر اسلامی […]

د پاکستان ایالتی وزیر د مالی فساد په جرم ونیول شونړیوال

د پاکستان له مالی فساد سره د مبارزې سازمان ددې هېواد چارواکیو او سیاستوالو په تړاو د اختلاس او پولشویی دوسیو د څېړنې په دوام، د پنجاب ایالت د کابینې جګپوړی وزیر عبدالعلیم خان د چهارشنبه په ورځ ونیول. ټاکل شوې ددې سازمان څارونکی نن عبدالعلیم خان مالی جرمنو ته […]

قذافی ژوندی دینړیوال

یوې خبری وېبپاڼې ادعا کړی چې د لېبیا پخوانی دیکتاتور معمر قذافی چې په ۲۰۱۱ کال کې ددې هېواد پاڅون پرمهال وژل شوی، په دې وروستیو کې د چاد په افریقایی هېواد کې لیدل شوی دی. د روسیې الیوم په حواله د شفقنا وېبپاڼې د راپور له مخې، څو ورځې […]

له افغانستان څخه د ځواکونو پر یوځل بیا ایستلو د ټرمپ ټینګارنړیوال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې پیل کړې جګړې باید ختمه کړی. هغه تېره شپه له سې بې ایس تلویزون سره خبرو کې وویل، له جګړې ټول ستړی دی او په وینا یې د سولې وخت را رسېدلی […]

ډونالډ ټرامپ: که له طالبانو سره هوکړه وشوه نو سرتېری باسمنړیوال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «جنورۍ ٢٩مه» په سپینې ماڼۍ کې ویلی دی چې که د افغان طالبانو سره د سولې موافقه وشوه نو هغه به د افغانستان څخه ټول امریکایی عسکر بیرته وباسی. ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د هغه رپورټونو نه وروسته کړی دی چې وایی، د امریکا او […]

ډونالډ ټرامپ: د امریکا استخباراتی ادارې ډېرې ناپوه دینړیوال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلی، د دې هېواد استخباراتی ادارې ډېرې ناپوهه دی او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځی ته ولاړ شی. […]

د پاکستان بلوچستان په لور لاریی سیمه کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتېنړیوال

د پاکستان بلوچستان په لورلایی کې د پولیسو انسپکټرجنرل پر مرکزی دفتر برید کې نهه پولیس وژل شوی او ۲۱ کسان ټپیان دی. د لورلایی پولیس چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو، چې پولیسو ته د نویو سرتېرو جلب او جذب دفتر مخې ته خلک کتار کې ولاړ وو. […]

ونزویلا کې د تاوتریخوالی د رامنځته کېدو په اړه د بشری حقونو سازمان اندېښنهنړیوال

د بشری حقونو سازمان ویلی، اندېښنه لری چې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو به په واک کې د پاتی کېدو لپاره له تاوتریخوالی کار واخلی. ددغه سازمان اجراییه مشر هیله مندی ښیی چې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په واک کې د پاتی کېدو لپاره له تاوتریخوالی کار وانخلی. ګینیټ […]