سرویس نړیوال

د نیول شوی پیلوټ د بېرته سپارلو په موخه د ګڼ شمېر هندیانو غوښتنهنړیوال

ګڼ شمېر هندیان له پاکستان سره پر پوله د تګ راتګ ځای ‘اټارۍ ‘ کې د نیول شوی هندی پیلوټ بېرته هند ته د سپارلو لپاره انتظار کوی، چې تمه کېږی لږ وروسته به وسپارل شی. د هند له امرتسره د پاکستان تر لاهوره پورې د نژدې ۲۶ کیلومتره لارې اوږدو کې ګڼ شمېر کسان د نیول شوی پیلوټ بېرته سپارلو مراسمو لیدو ته راټول شوی دی.

ویتنام کې د ټرامپ او کېم ترمنځ مهمه غونډهنړیوال

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالی کوریا له مشر کیم جون اون سره د ویتنام پلازمېنه هنویی کې لیدلی. دوی دواړو په خپله دغه دویمه مهمه لیدنه کې خبرو او ډوډۍ ته له تلو مخکې د رسنیو پر وړاندې یوه بل ته لاس ورکړ.

عمران خان هند او پاکستان هېوادونه د یوبل منلو ته راوبللنړیوال

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له هند سره ترینګلی پوځی وضعیت په ترڅ کې پاکستانی ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلی، هند او پاکستان ته پکار ده چې له عقل او حکمت نه کار واخلی، ځکه جګړه د هېڅ یوه هېواد په ګټه هم نه ده او پاکستان هم جنګ نه غواړی.

د پاکستان پر خاوره د هندی الوتکو بریدنړیوال

وروسته له هغه چې د پاکستان او هندستان هېوادونو ترمنځ کړکېج زیات شو نن یو شمېر سرچینو داسې راپورونه خپاره کړل چې هندی الوتکو د پاکستان پرخاوره بمبار کړی.

عمران خان: ثبت شوی افغان کډوال کولای شی بانکی حسابونه پرانیزینړیوال

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی دی چې له دې وروسته به په پاکستان کې راجستر شوی افغان کډوال وکړای شی چې هلته بانکی حساب برانیزی او د هغه هېواد په اقتصاد کې په رسمی توګه برخه واخلی. عمران خان لیکلی، دا کار باید پخوا شوی وای.