سرویس نړیوال

د اندونیزیا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوېنړیوال

د اندونیزیا ټاکنو غیررسمی پایلې ښیی چې جوکو ویدودو ددې ټاکنو ګټونکی دی او د دوهمې پنځه کلنې دورې لپاره به ددې هېواد چارې پرغاړه واخلی خو دا پایلې د هغو محافظه کارو مسلمانانو برخې د پیاوړی کېدو ښکارندویې کوی چې د ویدودو سیال ته یې رایه ورکړه.

د عمران خان په کابینه کې لومړنی بدلونونهنړیوال

د پاکستان لومړی وزیر دخپل کار له پیل نه د اوه میاشتې په تېرېدو سره دخپلې کابینې په ستر بدلون کې، عبدالحافظ شیخ د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی ترڅو هېواد یې د اقتصادی نارامۍ له بهیر څخه وژغوری.

د پاکستان مالیې وزیر استعفا وکړهنړیوال

د پاکستان مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې او وایی، ځایناستی به یې هم په هېواد کې له مالی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ وی. نوموړی وایی، د دندې پر مهال یې د پاکستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره سختې پرېکړې کړې.

طالبانو ته د روسی سلاکارانو د پوځی روزنې خبر په تړاو د روسیې سفارت غبرګوننړیوال

په کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې اړه چې د روسیې پوځی سلاکاران طالبانو ته پوځی روزنې ورکوی، د غزنی ولایتی شورا یوه غړی ادعا بې اساس بللې او په دې برخه کې یې د څېړنې غوښتونکی شوی دی.

مصر د اعرابو د ایران ضد ایتلاف څخه بهر کېږینړیوال

ځینې سرچینې وایی چې د مصر دولت امریکا ته معلومات ورکړی چې نور به د عربی ناټو په نامه د اېران ضد ایتلاف کې ګډون ونه کړی، ځکه دا ایتلاف روښانه پروګرام نه لری او ترڅنګ یې شونی ده له اېران سره غبرګونونو ته ډېروالی ورکړی.