سرویس لید لوری او مقاله

د ښه خوب لپاره باید څه وکړو؟لید لوری او مقاله

د نړۍ یوه درېمه وګړی د ژوند په دوران کې له بې خوبۍ سره مخ دی، که څه هم ځینی خلک یو ځل د سرسری بې خوبۍ له ستونزې سره مخ کېږی، خو که په سختی سره مو خوب وړی، اوږد خوب نه لرئ او یا هم دا دواړه، نو و پوهېږئ چې یوه ستونزه او سترس شته، چاپېریال او هغه خواړه چې خورئ ددې ستونزې له اصلی لاملونو شمېرل کیږی.

د کوچیانو ژوند څرنګوالیلید لوری او مقاله

د کوچیانو د چارو د سمونې لوی ریاست هم د کوچیو مېرمنو دغه ستونزې منی او وایی، د کوچیانو د ژوند د ښه والی لپاره پام وړ کارونه نه دی شوی.

د افغانستان سولې بهیر پر کوم لور روان دی؟لید لوری او مقاله

مشتاق رحیم څېړونکى د امریکا حکومت له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد تر ټاکل کېدو را وروسته د افغان سولې په بهیر کې ډراماټیک تیزوالی راغلی. په تېرو څلورو میاشتو کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ درې رسمی ناستې شوې. د دغو […]

له ناهیلی توب څخه ځان ژغورنه شونی ده؟لید لوری او مقاله

ځینی کسان د منفی فکر کولو عادت لری.که په ژوند کی له څو ناکامیو سره مخ شی، نو د ټول ژوند ستره برخه یې ورګرځوی او تر هغه وروسته یې د ژوند یوازینی مقصد دا وی چی خپله ناهیلی تر نورو ورسوی.

آیا غواړئ عمر مو ډېر شی؟لید لوری او مقاله

ایا غواړئ د داسې خواړو په اړه مالومات درکړم چې عمر مو ډېرولی شی؟ دا داسې خواړه دی چې د زړه د حملې شونتیا کموی او د شکرې او نورو ناروغیو مخه نیسی. دا خواړه مو وزن کم ساتی، د وینې فشار مو ټیټ ساتی او همدا راز په وینه کې مو د غوړو کچه کنترولوی. بله ښېګڼه یې دا ده چې ارزانه دی او هر بازار یا مغازه کې یې په اسانۍ موندلی شئ.

هندۍ مېرمنې: له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته له کړاو او ستونزو دک دیلید لوری او مقاله

د هندوستان په شمالی برخو کې یو شمېر ښځې وایی له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته له کړاو او ستونزو ډک وو، او اړې شوې چې د دې ستونزې حل پیدا کړی.‎ د دغو ښځو د فشار او غوښتنې له امله اوس په بیهار ایالت کې […]

دا چې ځینې خلک له نورو سره په ګډه ډوډۍ نه خوری، لامل یې څه دی؟لید لوری او مقاله

د بی بی سی د لیکنې له مخې، ډېرو ته ګوښې ډوډۍ خوند نه ورکوی، خو داسې برېښی چې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې خپله کاسه واخلی او له نورو پر څنګ ورته پرلت ووهی. آن هغوی چې په یوه کور کې هم اوسی، د شمېرو له مخې د ډوډۍ خوړنې نیم وخت یې له ځانه سره تېرېږی. خو ځینې ښایی شرمېږی چې له نورو سره یا د نورو تر مخه ډوډۍ وخوری.

سعودی مېرمنې کولای شی د پیغام له لارې دخپل طلاق په اړه معلومات ترلاسه کړیلید لوری او مقاله

سعودی عربستان په یوه نوی قانون سره محکمو ته امر کړی چې د یوه لنډ تایید پیغام استولو له لارې ښځې د هغوی د طلاق د حکم په اړه خبرې کړی. په پام کې ده چې دا قانون په دې هېواد کې د ‘غیابی او پټ طلاق’ پرسر بحث ته پای ورکړی.

په افغانستان کې د «هیلی» نوی ماموریتتیتر یک

نیکی هیلی یوازې یوه ورځ له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازی په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه، رسنیو ته وویل چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځی ترڅو د یوتن جهادی مشر د سلاکارې په توګه فعالیت وکړی. داسې ګنګوسې شتون لری چې دی د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ترڅنګ فعالیت کوی.

له ښځو سره کرکه څه لامل لری؟/شرف الدین عظیمیلید لوری او مقاله

له ښځو څخه کرکه (Misogyny) یوه ټولنیزه ستونزه ده، او دا هغه حالت دی چې په هغې کې له ښځو سره تبعیض او یا هم کرکه کېږی او یا هم د باور وړ نه بلل کېږی. دا ستونزه له ښځو سره د تاوتریخوالی په بحث پورې هم اړه لری. آدرین سسیل ریچ چې یوه مشهوره امریکایی شاعره، منتقده او فمینیسته وه او په عین حال کې د څو امریکایی پوهنتونونو استاده هم وه وایی: «له ښځو څخه کرکه هغه منظم او له تاوتریخوالی څخه ډک عمل او دښمنی ده چې اوس بنسټیزه شوې او عادی شوې هم ده». اروایی شنونکی په دې عقیده دی چې له ښځې څخه کرکه او انزجار د ماشومتوب څخه سرچینه اخلی،هغه هم له مور څخه د ماشوم لومړنی خشمونه چې هغه هم په دې دلیل چې د ماشوم روزنه د ښځې دنده بلل شوې. په دې اړه مشهوره امریکایی اروا شنونکې(روانکاوه)، ټولنپوهه او فمینیسته چودروف وایی چې که غواړو دا ستونزه حل کړو، نو د اولاد په روزنه کې باید د نارینه او ښځینه مشارکت او ګډون وشی.

ونې او د هغې ګټېلید لوری او مقاله

ونې او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کی مهم رول لری. ونې سوځل سوی ګاز(کاربن اکاسیډ) ځان ته کشوی او په بدل کی یې د انسان لپاره تازه نااستعمال سوی ګاز(اکسیجن) چمتو کوی. همدارنګه ونې د هوا په صفا کولو کی جوت نقش لری.

په افغانستان کې ولی جګړه ده؟لید لوری او مقاله

په دې مقاله کې پر دې بحث شوی چی په افغانستان کې ولی جنګ دی، او کله به ختم شی، ایا د افغانستان جغرافیوې موقعیت زموږ بدبختی که نیکمرغی ده، د افغانستان اوسنۍ بحران په څّه کې دی، د پاکستان دوه مخی سیاست، او په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې څنګه نړۍوال سیاست تغیر وکړی د افغانستان په بهرنی سیاست کې څه ستونځی او مشکلات شته؟ دا یوه تحلیلی او څېړنیزه مقاله ده، چی دکتابخانئ روش پراساس باندی لیکل شوی. ټول معلوماتواوارقام یې د خارجی او داخلی کتابونو او ورځپاڼوڅخه راټول شوی او په ضمن کې د هغه تیوریانو څخه استفاده شوی چی پر نړۍوالو اړیکواو بین المللی سیاست باندی حاکمی دی.

تاپی د هېواد د اقتصادی ډیپلوماسی یوه ستره بریاګڼل کېږیلید لوری او مقاله

مشهور لویدیځوال اقتصاد پوه فریدریک سټار وایی، هر هغه هیواد چې وکولی شی، د انرژی د لیږد مسیر کنترول کړی، په حقیقت کې د نړۍ د یوې پراخې سیمې سرنوشت په لاس کې لری. له دې څخه جوتیږی، چې د نړۍ په سیاسی جغرافیه کې چې څومره د انرژۍ د تولید هیوادونه مهم دی، په هماغه اندازه د انرژۍ د ترانزیټ مسیرونه مهم دی.

تاپی او طالبانلید لوری او مقاله

د حوت په څلورمه نیټه د ټاپی پروژې د کار پرانیستنې ټول افغانان خوشحاله کړل او دغه خوشحالی هغه وخت لا زیاته شوه چې طالبانو هم د هغې ملاتړ وکړ.