سرویس فرهنګ او ټولنه

د سالنګ لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوهفرهنګ او ټولنه

د ټولګټو وزارت د ټرافیکو پرمخ د سالنګ لویې لارې د یوځل بیا خلاصېدو خبر ورکوی. دې وزارت په یوه خبرپاڼه  اعلان کړی، د سالنګ لویه لاره چې له تېرې شپې راپدېخواه د سختو توپاڼونو له امله د ټرافیکو  پرمخ تړل شوې وه،د یکشنبه ورځ مازدیګر بېرته د ټرافیکو پرمخ […]

ننګرهار ولایت کې د چاودېدونکو توکو یوه ډکه لارۍ ونیول شوهفرهنګ او ټولنه

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکی وایی له پاکستانه هېواد ته په یو ټیلر موټر کې د ترګریزو کړنو په موخه را لیږدونکی لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکی توکی یې نیولی دی. ننګرهار والی شاه محمود میاخیل وایی چې د ملی امنیت  منسوبینو د جلال اباد – تورخم پر لویه لاره […]

همایون: پارلمانی ټاکنې باید لغوه شیفرهنګ او ټولنه

د ولسی جرګې لسګونه غړیو نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل، د ولسی جرګې تېرې ټاکنې له فساد او درغلیو ډکې وې او د ولسی جرګې د تېرو ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. د ولسی جرګې مرستیال همایون همایون وویل، د ټاکنو کمېسیون غړیو او […]

د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانیو مشرانو د څارنې بهیر پیل شوتیتر دو

د هېواد لوی څارنوالۍ د وظیفوی صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانیو مشرانو د څارنې بهیر له پیل څخه خبر ورکړ. د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی پخلۍ کړی چې د دوړه کمیسیونونو د ۱۲ غړو د څارنې بهیر نن شنبه (سلواغې۲۷) د څارنوالۍ […]

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانیو مشرانو د ولسمشر پرېکړه ناقانونه وبللهفرهنګ او ټولنه

د افغانستان ټاکنو دواړو کمېسیونونو پخوانی مشران وایی، د ولسمشر له خوا د دوی د لېرې کولو وروستی فرمان د اساسی قانون خلاف دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنېزو شکایتو کمېسیون پخوانیو مشرانو عبدالبدیع صیاد او عبدالعزیز اریایی، له کمېسیونونو بهر یوې خبرې غونډې ته وینا کې د ولسمشر […]

ملګری ملتونه: د سولې له ټینګښت وروسته هم افغانان مرستې ته اړتیا لریفرهنګ او ټولنه

ملګری ملتونه وایی افغانستان کې له سولې وروسته هم مرستو ته اړتیا لری او باید دوام ورکړل شی. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما مرستیال ټوبی لینزر ویلی اوس هم شاوخوا ۱۳نیم میلیونه خلک د خوړو توکو ته سخته اړتیا لری. لینزر چې په یوه خبری غونډه […]

د هغو ۱۰ زره پاکستانیانو تابعیت چې خپل ځانونه یې افغانان ښودلی، باطل شو!فرهنګ او ټولنه

د پاکستان د نفوسو د ثبت سازمان ددې هېواد په امر د هغو ۱۰ زره او ۱۴۴ تنو تابعیت چې خپل ځانونه یې افغانان ښودلی، باطل اعلان شو. دغو کسانو د افغانستان ملیت د ادعا ترڅنګ، له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې ۴۰۰ ډالر ترلاسه کړی دی. دا پرېکړه له […]

جلال اباد ښار کې له موټر سیکل څخه ګټه پورته کول منع اعلان شوفرهنګ او ټولنه

د ننګرهار ولایت چارواکو په وینا، په جلال اباد ښار کې د ښه امنیت د ټینګښت او په دې ښار کې د وژنې له پېښو څخه د مخنیوی په موخه، په موټر سایکل تګ راتګ منع شوی دی. د ننګرهار والی ویاند عطاالله خوګیانی ویلی، ډېری کسان په دې شار […]

دینی عالمان : طالبان باید له حکومت سره خبرې وکړیتیتر دو

په جلال اباد ښار کې د ختیځو ولایتونو دینی عالمانو، قومی مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو روان بهیر دې روان وساتی او له افغان دولت سره دې هم ژر تر ژره خبرو ته حاضر شی. دوی همداراز […]

د واورې ورېدنې له امله د سالنګ لویه لاره یوځل بیا وتړل شوهتیتر دو

د سختو اورښتونو او واورو ښویدو له کبله د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې رییس، عبدالبصیر حبیبی وایی دا لاره د تېرې شپې (د سلواغې په ۲۳مه نېټه) کابو لس بجې مسافرو  پر مخ وتړل شوه.  ښاغلی حبیبی زیاتوی پر […]

د صبغت الله مجددی جنازه نن چهارشنبه کابل کې خاورو ته وسپارل شوهتیتر دو

د جهادی رهبر او پخوانی ولسمشر حضرت صبغت‌الله مجددی جنازه نن د کابل په عاشقان او عارفان سیمه کې د نوموړی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. افغان ولسمشر اشرف غنی نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښاغلی مجددی د جنازې په مراسمو کې د نوموړی د خدمتونو […]

کابل کې د صبغت الله مجددی د جنازې مراسم ترسره کېدلتیتر دو

په کابل کې نن د جهادی رهبر او یوه پخوانی ولسمشر حضرت صبغت‌الله مجددی د جنازې مراسم پیل شوی. په ارګ ماڼۍ کې په همدې مناسبت نن لویه غونډه نیول شوې وه. ولسمشر غنی افغان ملت ته د ښاغلی مجددی له خدمتونو ستاینه وکړه او ویې‌ویل: “د افغانستان د اسلامی […]

چین په پام کې لری د افغانستان او پاکستان پر پولو پرمختللی تاسیسات جوړ کړیفرهنګ او ټولنه

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدی دروازو کې عصری تاسیسات، د څښاک د اوبو دستگاوې او سړې خونې جوړوی. چینایی مقاماتو ویلی دی چې ددغې پروژې هدف سوداگریزو کاروانونو او په سلگونو زرو مسافرو ښه خدمت کول دی چې هره ورځ له دغو دروازو تیریږی. چین چې د […]

سالنګ لویه لاره بېرته د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوهفرهنګ او ټولنه

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټرو په مخ پرانیستل شوه. د سالنګ د ساتنې او خوندیتوب ادارې رئیس عبدالبصیر سالنګی نن سې شنبه ازادی راډیو ته وویل چې واورین طوفان د دې لامل شو چې لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شی. د ښاغلی حبیبی […]

د چهارشنبه ورځ عمومی رخصتی اعلان شوهتیتر دو

افغان حکومت د پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددی د مړینې په مناسبت سبا ‘چهارشنبه ‘ عمومی رخصتی اعلان کړې. د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. افغان ولسمشر محمد […]

د اېران اسلامی انقلاب په څلوېشت کلن جشن کې د افغانستان کډوالو پراخ ګډونتیتر دو

د افغانستان کډوالو تېره ورځ (دوشنبه،سلواغې۲۲) د اېران په بېلابېلو ښارونو کې د ځنو پاڼو په لرلو سره له اېرانیانو سره واټونو ته را ووتل او دواړه ملتونو د اېران اسلامی انقلاب څلوېښت کلن جشن ولمانځل. د افغانستان کډوالو په مشهد ښار کې د اېران اسلامی انقلاب د څلوېشت کلن […]

حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړتیتر دو

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ښاغلی مجددی فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچینې وایی نوموړی د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل […]