سرویس فرهنګ او ټولنه

یوناما ویلی د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه د تېرو په پرتله لوړه شوې دهفرهنګ او ټولنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ ‘یوناما’ پخپل تازه رپوټ کې ویلی، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغان ولسی وګړو مرګ ژوبله تر هر بل وخت ډېره شوې ده.‌ راپور وایی، تېر کال د حکومت مخالفو وسله والو، نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۳۸۰۴ ولسی وګړی وژل شوی او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوی دی.

د غزنی پارلمانی ټاکنې په حوزه ای ډول ترسره کېږیتیتر دو

د غزنی والی وحیدالله کلیمزی اعلان کړی چې په دې ولایت کې د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو پرسر اختلاف پای ته رسېدلی او د ټاکنو کمیسیون د جدول له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو پرسر چمتوالی نیول کېږی.

۱۳۰۰ افغان بندیان له اېرانه افغانستان ته ولېږدول شولتیتر دو

د افغانستان حکومت ویلی، ایران څه باندې ۱۳۰۰ افغان بندیان، چې په ایران کې زندانی شوی وو، افغانستان ته سپارلی دی. په پام کې ده افغانستان هم ایرانی بندیان دغه هېواد ته وسپاری. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسې پیل شوی.

د کابل ـ هرات په لویه لاره د موټر چلوونکو ستونزېفرهنګ او ټولنه

د کابل – هرات د لویې لارې یو شمېر موټر چلوونکی وایی، په دې لاره د امنیتی پوستو ساتونکی او طالبان له دوی څخه په زور پیسې اخلی. دوی ادعا کوی چې له هراته تر کابله پورې په بیلابېلو ځایونو کې د بار وړونکو موټرو چلوونکی اړ دی چې امنیتی پوستو او طالبانو ته له ۲ زرو نیولې تر ۲۰ زره افغانۍ باج ورکړی.

پاکستان کې یو میلیون افغان کډوال راجستر شویفرهنګ او ټولنه

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنری یا یو این ایچ سی آر وایی، په پاکستان کې یې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال راجستر کړی او ۴ ملیونه او ۴ لکه نور تراوسه پورې خپل هیواد ته ستانه شوی دی.