سرویس فرهنګ او ټولنه

د ولسمشر او د ملی امنیت شورا په منځګړتوب په حیرتان بندر کې د یوتن نیول شوی وکیل خوشی کېدلتیتر دو

د خبری سرچینو په وینا، په پارلمانی ټاکنو کې یوتن بریالی نوماند حاجی محمد میرزا کټوازی چې څه موده وړاندې د امنیتی ځواکونو له خوا د جنایی جرمنو په تور له حیرتان بندر څخه نیول شوی وو، د ولسمشر او د ملی امنیت سلاکار په منځګړتوب خوشی شوی دی.

عبیدالله بارکزی خاورو ته وسپارل شوتیتر دو

ښاغلی بارکزی نن د ملی شورا په انګړ کې په ځانګړو مراسمو سره چې یو شمېر چارواکو او د ملی شورا غړو په‎کې ګډون درلود، خاورو ته وسپارل شو.

د کال وروستۍ ورځ او د نوی کال پیلفرهنګ او ټولنه

د کال وروستۍ ورځ ده او افغانستان په سختو امنیتی تدابیرو کې د ۱۳۹۸ هجری شمسی کال لومړۍ ورځې یا نوروز ته هرکلی وایی.

د پنځو نورو ولایتونو د پارلمانی ټاکنو پایلې اعلان شوېتیتر دو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سې‌شنبې په ورځ د غور، بلخ، پکتیکا، هرات او بادغیس ولایتونو او د اهل هنود د حوزې د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستی نتایج اعلان کړل، چې په کې په تیرو ولسی جرګې انتخاباتو کې د ۴۳ ګټونکو کاندیدانو نومونه شامل دی.

نن په ټول هېواد کې د پیسو د راکړې ورکړې مرکزونه تړلی دیفرهنګ او ټولنه

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ویاند او پخوانی مشر حاجی ځیرک نن ازادی راډیو ته وویل چې دوی د اعتراض په ډول د ټول هېواد په کچه مارکېټونه ځکه تړلی چې سوداګرو او صرافانو ته په دې وروستیو کې په بې ساری ډول ګواښونه متوجې دی او نشی کولای چې په اسانه توګه دغه کاروبار پر مخ یوسی.