سرویس فرهنګ او ټولنه

هرات کې د مخ پوښول منع اعلان شوتیتر دو

د هرات پولیسو د هېوادوالو په منځ کې د وېرې د رامنځته کېدو له امله د دستمال او پټو په واسطه د مخ او سر پوښول منع اعلان کړ.

د کابل پارلمانی ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمی توګه اعلان شوېتیتر یک

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسی جرګې لپاره د کابل ولایت ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته سه شنبه د می پر څوارلسمه نېټه ماسخوتن ناوخته رسماً اعلان کړې. د کابل ولایت پایلې د ګڼ شمېر شکایتونو او همدا راز د ناکامه کاندیدانو د اعتراضونو له کبله تر اوسه ځنډېلې وې.

د کابل څرخی پله په بندخونه کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ نښتهفرهنګ او ټولنه

د افغانستان تر ټولو لوی څرخی پله زندان کې نن سه شنبه ماسپښین د امنیتی ساتونکو او یو شمېر زندانیانو ترمنځ نښته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت وایی، په دې نښته کې لږ تر لږه څلور زندانیان چې پر پولیسو یې حمله کړې وه وژل شوی، او ۱۳ نو ټپیان دی.

د بغلان ولایت دوه تنه جګپوړی امنیتی چارواکی له دندې لیرې شولتیتر دو

د کورنیو چارو وزارت جګپوړی امنیتی مرستیال خوشحال سعادت چې تېره ورځ د بغلان پر امنیه قوماندانۍ د برید څرنګوالی د څېړنې په موخه دې ولایت ته تللی وو، د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ څخه د لیدنې وروسته ددې ولایت امنیه قوماندان الله داد فدایی او د پولیسو د امنیت قوماندان محمد زمان عیار له دندې لیری کړل.