سرویس سیاست

د افغان سولې په اړه د روسیې ولسمشر هیله مندیسیاست

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین ویلی دی چې مسکو د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغان سولې بهیر په موخه همکاری کوی او هیله لری چې د افغانستان سوله پایلې ته ورسیږی.

امریکا ته د آیت الله خامنه ای جدی ځواب: ټرامپ د خبرو وړ شخص نه ګڼوتیتر دو

د اېران لارښود آیت الله خامنه ای نن پنجشنبه ورځ سهار د جاپان د لومړی وزیر شینزو آبه سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: اېران پر امریکا هیڅ باور نه لری او د برجام په چوکاټ کې له امریکا سره د مخکنیو خبرو ترخه تجربې به په هیڅ وجه تکرار نه کړی، ځکه هیڅ پوه ملت تر فشار لاندې خبرې نه منی.

ولسمشر غنی د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه بیشکیک ته لاړتیتر دو

د افغانستان جمهوری ریاست وایی، چې جمهور رئیس محمد اشرف غنی د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولی ۲۳ مه)د یو لوړپوړې دولتی پلاوی په مشرۍ د قرغیزستان مرکز بیشکیک ته تللی دی.

محقق: د دولت پر وړاندې میلیونی لاریونونه په لار اچووتیتر دو

د افغانستان دولت د اجرایی ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په یوه خبری غونډه کې وویل چې د سولې بهیر نباید له دې نه زیاد اوږد شی.

داوودزی له خپلې دندې استعفا کویتیتر دو

راپورونه ښیی چې د ولسمشر جګپوړی سلاکار او د سولې عالی ښورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی به په نېږدې راتلونکې له خپلې دندې استعفا وکړی.

حکومت ته د ولسمشریزو نوماندانو خبرداری: ټاکنې تحریمووتیتر یک

د ولسمشریزو نوماندانو شورا د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی په هغه صورت کې چې ولسمشر د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو پرسر ددوی طرحه ونه منی، دوی به ټاکنې تحریم کړی. د اشرف غنی دولت قانونی وخت د غبرګولې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی خو سترې […]