سرویس سیاست

پاکستان ته د کډوالو چارو وزیر سفرتیتر دو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی په څلور اړخیزه او درې اړخیزه سیمه ییزه تګلاریزه غونډه کې د ګډون او په اېران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حالاتو پرسر د بحث په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.

مسلمیار: خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو خلکو ته هیڅ ډول معلومات نه دی وړاندې کړیتیتر دو

فضل هادی مسلمیار پر زلمی خلیلزاد د نیوکې ترڅنګ ویلی چې دی د سولې په بهیر کې د جزییاتو د وړاندې کولو لپاره د وګړو کورونو ته ځی خو د ملی شورا له غړو په ځانګړی ډول د مشرانو جرګې له استازو سره لیدنه نه کوی او جزییات نه ورکوی.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو پر مرستې د عبدالله ټینګارتیتر دو

د حکومت اجرایی مشر ډاکټر عبدالله، نن په تاجیکستان کې د سیکا د تعامل او باور جوړونې په ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو پر مرستو ټینګار وکړ او وویل چې ترهګرۍ باید په سیمه کې امنو ځایونو د لاسرسی څخه محروم شی.

اېران ته د خلیلزاد جدی خبرداریتیتر دو

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خبرداری ورکړی چې اېران نباید د افغانستان سولې په بهیرکې د امریکا هڅو خنډ شی، له دې پرته به د امریکا له جدی غبرګون سره مخ شی.

طالبان: امریکا د داعش له شتون څخه په افغانستان کې دخپل پوځی شتون لپاره کار اخلیتیتر دو

د طالبانو ویاند د یوتن امریکایی جنرال د څرګندونو په غبرګون ویلی چې د امریکایی چارواکو څرګندونې ددوی له عمل سره مطابقت نه لری، داعش په افغانستان کې د شتون له پیل راهیسې د امریکا له مرستو برخمن شوی دی.