سرویس سیاست

نور: دسولې مشورتی جرګه نمایشی وه او د حکومت دوام لپاره یوه پلمه دهتیتر دو

د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور د سولې مشورتی لویې جرګې د ترسره کېدو په غبرګون ویلی چې د هغو لومړنیو کسانو څخه دی چې پر دغې نمایشی او تشریفاتی جرګې نیوکه کړې او هغه یې ددې حکومت کار د دوام لپاره یوه پلمه بولی.

نور: د قطر په غونډه کې ګډون نه کومتیتر دو

د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی رئیس عطا محمد نور د یوې ویناپاڼې په ترڅ کې د قطر د ګډون کوونکو کسانو پر نوملړ نیوکه وکړه او وویل چې په دې ناسته کې ګډون نه کوی.

د امنیت شورا له خوا د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له غندلو څخه د خلیلزاد هرکلیتیتر دو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو د الفتح په نامه عملیاتو له غندلو هرکلی کړی او ویلی یې دی چې دا ګام د افغانستان سولې په اړه د نړیوالې همغژی په معنا دی.

د حکومت ۲۵۰ کسیز نوملړ دخپرېدو په اړه د طالبانو غبرګونتیتر دو

طالبانو د قطر په غونډه کې له دې ډلې سره د سولې خبرو لپاره د افغانستان دولت پلاوی د ۲۵۰ کسیز نوملړ د خپرېدو په غبرګون ټینګار کړی چې ددې نوملړ له ډلې یوازې محدود سیاسی شخصیتونه او قومی مشران به په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړی.

افغان حکومت د دوحې ناستې ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړتیتر دو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.