سرویس سیاست

د پاکستان لومړی وزیر پر څرګندونو د خلیلزاد نیوکهتیتر دو

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون هغه یې غیرمسولانه بللی دی.

افغانسان په پاکستان کې خپل سفیر را وغوښتلتیتر دو

وروسته له هغه چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو په اړه څرګندونې وکړې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او له اسلام اباد څخه یې خپل سفیر کابل ته راغوښتی دی.

ولسمشر غنی: د سولې په بهیر کې کوچنۍ تېروتنه به منفی پایلې له ځانه سره ولریتیتر دو

ولسمشر محمد اشرف غنی په کابل کې د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست له مسوولې فدریکا موګرینی سره په یوه ګډه خبری غونډه کې وویل چې اروپایی ټولنه په افغانستان کې د ثبات او د جګړې پای پرته بله هیڅ اجنډا نه لری.

داوودزی: د قطر غونډه به د لویې جرګې پرسر اغېزه ولریتیتر دو

د سولې عالی شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزی نن په یوه خبرې کانفرانس کې وویل چې په نظر یې د قطر بین الافغانی غونډه باید تر لویې جرګې وروسته وشی، ځکه چې په وینا یې کیدای شی پر لویه جرګه منفی تاثیر ولری.

روسیې د بین الافغانی خبرو د نوی پړاو نېټه اعلان کړهتیتر یک

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د هغې څلور اړخیزې غونډې له ترسره کېدو وروسته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب او د امریکایی، چینی او اروپایی سیالانو په شتون ترسره شوی، د بین الافغانی خبرو د دوهم پړاو وخت د وری میاشتې ۲۵ او ۲۶ ورځې او ځای یې د قطر پلازمینه اعلان کړ.