سرویس سیاست

په کابل کې د حکومت له مرکچی پلاوی سره د خلیلزاد لیدنهتیتر دو

د افغانستان سولې په چارو کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د سیمې هېوادونو ته دخپل سفرونو د شپږم پړاو په دوام کابل ته راغلی د حکومت سولې له مرکچی پلاوی او د سولې عالی شورا د دارالانشا له مشر سره لیدنه وکړه.

ولی دوستم د کابینې په غونډو کې ګډون نه کوی؟تیتر یک

د جنرال دوستم نېږدې کسان د کابینې په غونډو کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د نه ګډون لامل په اړه وایی چې په دې اړه باید ولسمشرۍ ماڼۍ معلومات ورکړی.

په کابل کې د امریکا سفیر وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګونتیتر دو

د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د امریکا سفیر د ورستیو څرګندونو په غبرګون ټینګار کړی چې ددې ډلې استازو له امریکایی چارواکیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه هیڅ ډول خبرې نه دی کړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په ناسته کې د حمدالله محب شتون په تړاو د امریکایی چارواکیو غبرګونتیتر دو

د ځینو سرچینو د راپور له مخې، د امریکا جګپوړو چارواکو د دوشنبه په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ناټو غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې کله چې په دې غونډه کې د هېواد ملی امنیت سلاکار حمدالله محب شتون ته پام شول، ټول یې غونډه خوشی کړل.