سرویس سیاست

د ډایکنډی ولایت د وروستیو بدلونونو په تړاو د حکومت پر نه پاملرنې د محقق جدی نیوکهتیتر دو

«محمد محقق»د ګډ حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال «محمد محقق» د یوې اعلامیې په خپرولو سره حکومت تورن کړی چې د ډایکنډی ولایت د نا امنیتو په تړاو تر دې دمه خاموش پاتې شوی او د وضعیت د ښه والی او طالبانو د بریدونو د تمبولو په موخه یې هیڅ ګام نه دی اخستی.

عمران خان له طالب استازو سره لیدنه کویتیتر دو

ځینو پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ددې هېواد لومړی وزیر عمران خان د جګړې خوشی کولو ته د طالبانو د هڅولو په موخه، ددې ډلې له ځینو استازو سره لیدنه وکړی. د پاکستان راډیو په سیاسی چارو کې ددې هېواد د لومړی وزیر سلاکار نعیم الحق په حواله ویلی چې دا لیدنه د روانې میاشت په لړکې د افغانستان له حکومت سره د سلامشورې وروسته ترسره کېږی.

غنی: امنیتی ځواکونو د دولت سقوط خنډ شولتیتر یک

ولسمشر محمد اشرف غنی د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته په خطاب د یولړ څرګندونو پرمهال وویل چې دغو ځواکونو د دولت سقوط او د هېواد تجزیې لپاره د دښمن دسیسې شنډ کړی دی.