سرویس سیاست

ولسمشرۍ ماڼۍ: د قطر غونډې ګډون وال نشی کولای له دولت څخه استازیتوب وکړیتیتر دو

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی د قطر بین الافغانی غونډې له پایلو د هیلو ترڅنګ ویلی چې هیله مند یو ددې ناستې ګډون وال د افغانستان نوی انځور مخالفانو ته وړاندې کړی او مقابل لوری ته قناعت ورکړی چې له جګړې او تاوتریخوالی لاس واخلی.

عبدالله عبدالله: طالبان نشی کولای د بې ګناه خلکو په وژلو امتیاز ترلاسه کړیتیتر دو

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د جولای اتمه (چنگاښ ١٧) د وزیرانو شورا په غونډه کې په کابل او غزنی کې د طالبانو دوروستیو بریدونو په غبرگون کې وویل چې “ددې کار هدف” د افغانستان د سولې په خبرو کې “امتیاز اخیستل” دی.

قطرکې د سولې بین الافغانی غونډې پای او د ګډون والو له خوا د یوه پرېکړه لیک خپرېدلتیتر یک

په هغې گډې قطعنامې کې چې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د بین الافغانی غونډې په پای کې خپره شویده ،گډونکونکو د ملگرو ملتونو، د امریکا، المان او د قطر د هڅو نه مننه کړیده چې د غونډې په جوړولو کې یې ورسره مرسته کړی.

د قطر بین الافغانی غونډې د دوهمې ورځې پیل/ د وروستی پرېکړه لیک د چمتو کولو لپاره د یوې ۸ کسیزې کمېټې رامنځته کېدلتیتر یک

د راپورونو له مخې، نن د قطر بین الافغانی غونډې په دوهمه ورځ، د پرېکړه لیک د مخکنلیک د چمتو کولو لپاره د افغانستان او طالب استازو له خوا یوه اته کسیزه کمېټه جوړه شوه.

داسې ښکاری چې طالبان د اوسنی نظام برخه جوړېدل نه غواړیتیتر دو

د افغانستان د سولې د عالی شورا مرستیال او په دوحه کې د روانو بین الافغانی خبرو ګډونوال حاجی دین محمد وایی، په دې خبرو کې د طالبانو له دریځه داسې ښکاری چې دا ډله په افغانستان کې د اوسنی نظام برخه جوړېدل نه غواړی.

داوودزی له خپلې دندې استعفا وکړهسیاست

د سولې اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر استازی او د سولې عالی شورا د دارلانشا مشر محمد عمر داوودزی له خپلې دندې استعفا وکړه.