سرویس سیاست

ملابرادر اېران ته لاړتیتر دو

د ځینو راپورونو له مخې د طالبانو سیاسی مرستیال او په قطر کې ددې ډلې دفتر مشر ملا برادر اېران ته سفر کړی دی.

د اېران کورنیو چارو وزارت: باید افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شیتیتر دو

د اېران د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال حسین ذوالفقاری په اسلام اباد کې د اېران، پاکستان، افغانستان او د کډوالو چارو سازمان په څلور اړخیزه غونډه کې وویل: باید د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شی.

چین ته د سولې خبرو لپاره د ملا برادر سفرتیتر دو

افغان طالبانو ته نږدې سرچینو بی بی سی ته ویلی، د دې ډلې سیاسی مرستیال او د قطر دفتر سمبالوونکی ملا عبدالغنی برادر له چینایی چارواکو سره د افغان سولې په اړه د غږېدو له پاره بېجېنګ ته تللی دی.

پاکستان ته د کډوالو چارو وزیر سفرتیتر دو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی په څلور اړخیزه او درې اړخیزه سیمه ییزه تګلاریزه غونډه کې د ګډون او په اېران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حالاتو پرسر د بحث په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.