سرویس سیاست

نور: په لویه جرګه کې د شتون او ټاکنو په اړه د کډوالو غوښتنه مې کابل ته لېږلېتیتر دو

په اېران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور په تهران کې د عباالعلی مزاری د لمانځ غونډې په مراسمو کې ددې مطلب په څرګندولو سره چې د کب میاشتې په وروستیو تقاعد کوی، له کډوالو سره یې خدا په امانی وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل ترڅو که دده په کار کې کومه نیمګړتیا شتون لرله، په خپلې مهربانۍ سره دې وبخښی.

ولسمشرغنی: زیانمن شویو کسانو ته زر هستوګنیزې نمرې وېشل کېږیتیتر دو

ولسمشرغنی فراه ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو د زیانمن شویو کسانو له استازو سره لیدنه وکړه. په دې کتنه کې د فراه والی محمد عارف د زیانمن شویو کسانو د حالاتو او د مرستې رسونې بهیر په اړه راپور له ولسمشر سره شریک کړ.

له کاملوف سره د حمدالله محب خبرېسیاست

د هېواد د ملی امنیت سلاکار، حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف سره په لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادی، ترانزیتی اړیکو خبرې کړې دی.

له طالبانو سره په خبرو کې د ګډون په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چمتوالی اعلانتیتر دو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعلان کړی، د افغانستان سولې بهیر د پرمخ بېولو او له طالبانو سره په خبرو کې د ګډون په موخه تر راتلونکې دوه اونیو پورې به د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړی.