سرویس سیاست

د قطر غونډې پای؛ امریکا او طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرسر هوکړې ته رسېدلیتیتر دو

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو او امریکایی استازو له پنځم پړاو خبرو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د یوه مخکنلیک د رامنځته کېدو په موخه د دواړو خواو له هوکړې خبر ورکړی دی.

خلیلزاد: له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړتیتر دو

د امریکایی استازو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسېدې. بېلابېلو سرچینو بی بی سی ته وویل، چې پر یو شمېر ټکیو پرمختګ شوی دی.

سولې عالی شورا: د موقت حکومت جوړېدل د طالبانو او امریکا وروستۍ موخه دهتیتر دو

د سولې عالی شورا غړې شهلا فرید وایی، د راتلونکې کال د غبرګولی میاشتې تر وروستیو او د ملی یووالی حکومت عمر د پای ته رسېدو سره سم د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو دوام، د موقت حکومت د رامنځته کېدو په موخه یوه پلمه ده.

محب: له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د پای په مانا نه دیتیتر یک

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه ویلی، له طالبانو سره سوله به د ‘نړیوالې ترهګرۍ’ د ګواښ ختمېدو په مانا نه وی. بل خوا، ملګرو ملتونو د سولې خبرو کې پرمختګ ستایلی دی.

په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هیله مندیسیاست

د المان د بهرنیو چارو وزیر، هایکو ماس یک‎شنبې (د کب په ۱۹مه نېټه) د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان کړکېچ هوارۍ او اقتصادی پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر هڅو ټینګار وکړ.

څه باندې ۱۰ زره افغانانو د ګلبدین حکمتیار د محاکمې غوښتنه کړېسیاست

لس زره افغانانو په یوه خوله د ګلبدین حکمتیار پر ضد غږ پورته کړ او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې ګلبدین حکمتیار دې محکمې ته راکش کړی. همدا راز دوى له ګلبدین حکمتیار څخه دا غوښتنه هم کړې ده، چې د محکمې سره سره دې له افغانانو بخښنه وغواړی او په خپلو خبرو دې پښېمانی څرګنده کړی.