سرویس سیاست

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پر خلیلزاد برید، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید ګڼل کېږیتیتر دو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې د افغانستان ملی امنیت سلاکار ته په خطاب وویل: خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی او پر ده بریدونه، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید ګنل کېږی.

د محب وروستیو څرګندونو په اړه د عبدالله جدی غبرګونتیتر یک

د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په چارو کې د خلیلزاد په اړه د ملی امنیت شورا سلاکار څرګندونې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکو د زیانمن کېدو او دغه راز د ملی ګټو پر خلاف وباله.

د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د اېران ملاتړسیاست

د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد عمر داودزی د شنبې په ورځ د ( مارچ ۱۶ مه ) په تهران کې له ایرانی چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړی.

امریکا حمدالله محب ممنوع الورود کړ!تیتر دو

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان ملی امنیت سلاکار حمدالله محب له نیوکو وروسته، امریکا ګواښ کړی دا شونتیا شتون لری چې حمدالله محب لپاره امریکا ته د راتلو ویزه صادر نشی.

خلیلزاد: امریکا او ناټو به له افغانستان څخه د وتلو په اړه همغژی ویتیتر دو

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد زیاته کړه، له ناټو سره ګډ کار د امریکا لپاره په لومړیتوب کې ځای لری او دا هېواد په افغانستان کې د شتون یا نشتون په اړه به له ناټو سره پرېکړه وکړی.

د نیوزلنډ ترهګریز برید په اړه د افغانستان حکومت مشرانو غبرګونتیتر دو

ولسمشر محمد اشرف غنی او ډاکټر عبدالله عبدالله په بېلابېلو پیغامونو کې په کریست چارچ ښار کې پر لمونځ کوونکو د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی او د نیوزلنډ له حکومت او خلکو سره یې خپله خواخوږی څرګنده کړې ده.

اجرایی مشر عبدالله عبدالله د احتمالی پایلو په اړه خوښی څرګنده کړېسیاست

د حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د پخوانی جهادی مشر، عبدالعلی مزاری د وژل کېدو څلورویشتم تلین په لمانځغونډه کې چې ارګ کې ترسره شول وویل، که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړی، د سولې لپاره به هیلې لا زیاتې شی.