سرویس سیاست

وردګ: ولسمشر په جرګه کې د اختلافونو د حل په موخه له سترې محکمې مرسته غواړیتیتر یک

په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ویلی، په هغه صورت کې چې د جرګې استازی ونه توانېږی د راتلونکې ورځو په لړکې د جرګې مشر د ټاکلو پرسر خپل اختلافونه حل نه کړی، ولسمشر دې ستونزې ته د رسېدنې لپاره له سترې محکمې مرسته غواړی.

د یمن دفاع وزارت: د عربستان له نجران ښار سره یوازې څو کیلومټر واټن لروتیتر دو

د یمن دفاع وزیر جنرال محمد ناصر العاطفی د جمعې په ورځ له عربستان سره په پوله کې ددې هېواد ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې ددې هېواد سرتېری د نجران ښار او ددې ښار هوایی ډګر څخه په لږواټن کې شتون لری.

پمپئو: غنی په منظم ډول له طالبانو سره د امریکا خبرو په جریان کې اېښودل کېږیتیتر دو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له واشنګټن ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی چې دا واقعیت نه لری چې ګواکې د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره د امریکا خبرو په برخه کې څنډې ته وړل شوی او بې خبره دی.

عبدالله: طالبان نشی کولای د تاوتریخوالی له لارې موخې ته ورسېږیتیتر دو

د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کوچنی اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې ټینګار وکړ چې طالبان او نورې وسله والې ډلې باید پوه شی چې د تاوتریخوالی او وینې تویونې له لارې نشی کولای خپلې موخې ته ورسېږی.

جنرال دوستم: که حالات همدې ډول دوام ومومی، د جګړې ډګر ته به دننه شم!تیتر دو

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په خطاب خبرداری ورکړ، که حالات په همدې ډول دوام ومومی، د مشرانو په سلامشورې به د جګړې ډګر ته دننه شی او د طالبانو پر وړاندې به ودرېږی.