سرویس سیاست

صدیقی: د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه باید په افغانستان کې د جګړې پای لامل وشیتیتر دو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی ددې مطلب په څرګندولو سره چې امریکا او طالبان تردې دمه هوکړې ته نه دی رسېدلی ټینګار وکړ چې د دواړو خواو هرډول هوکړه باید په افغانستان کې د جګړې پای لامل وشی.

ولسمشرۍ ماڼۍ: د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې هیڅ شک نشتهسیاست

د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی پنجشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په اړه باید هېڅ شک موجود نه وی. نوموړی ټینګار وکړ چې امریکا او اروپایی ټولنه د دې ټاکنو ملاتړ کوی او حکومت یې ترسره کولو ته ژمن دی.

محقق: له نورو ډلو سره د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړو د یوځای کېدو شونتیا شتهتیتر یک

وروسته له هغه چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ په مېنځ کې د اختلافاتو خبرونه ورکړل شول، د یاد ټکټ دوهم مرستیال وایی، وروستۍ پرېکړې ته په تمه دی او ښایی تر پرېکړې وروسته له ملګرو سره یو ځای نورو ډلو ته مخه کړی.

اتمر د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وځنډاوهتیتر دو

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مهم نوماند او د افغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې خپل کمپاین ځنډولی دی.

صدیقی: طالبان د سولې اصلی خنډ دیتیتر دو

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی په کابل کې د پولیسو په شپږمه امنیتی حوزه کې د موټر بم برید په غبرګون ویلی چې طالبان د سولې اصلی خنډ دی او یوازې تاوتریخوالی ته باور لری، نه سولې ته، له همدې امله دوی د تاوتریخوالی او جګړې غوښتونکی دی.