سرویس سرویسهای مجله

طالب ډله: د قطر خبرو په اووم پړاو کې د شپږم پړاو اجنډا پرمخ وړل کېږیسیاست

که څه هم د امریکایی پلاوی او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو خبرو نېټه لا مشخصه شوې نه ده، خو په قطر کې د دغې ډلې د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین وایی چې د خبرو په اووم پړاو کې به هم پر دوو مواردو خبرې وشی.

د عربستان جنایاتو د دوام پر وړاندې د نړۍ چوپتیانړیوال

په عربستان دننه ترسره شوی سرغړونې او د یمن بې ګناه ملت پر وړاندې ددې هېواد تېری او ورپسې ددې ډول ګامونو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د نړیوالې ټولنې، هغو سازمانونو او هېوادونو ارزښت چې د انسانیست او حقونو ادعا کوی، ترپوښتنې لاندې راولی، ځکه چې دا سازمانونه دخپلو مالی ګټو او د عربستان او نورو هېوادونو د راکړې ورکړې او پانګونې په خاطر، پر خپلو ټولو ارزښتونو او اصولو د برید پر وړاندې چوپ پاتې کېږی.

د داعش پاکستان ولایت د جوړولو ګنګوسېامنیت او پېښې

پاکستانی رسنیو د شنبه په ورځ د لوېدیځو سرچینو په حواله ویلی چې د داعش ترهګریزې ډلې چې په دې وروستیوکې د هند په کشمیر سیمه کې د یوه ولایت له رامنځته کېدو خبر ورکړی وو، اوس مهال په پاکستان کې د یوه ولایت د جوړولو ادعا کړې ده.

د ولسی جرګې اداری پلاوی ټاکنې بې پایلې پای ته ورسېدېپارلمان

د افغانستان ولسی جرګه کې نویو ټاکل شویو استازو نن خپله لومړنۍ عمومی غونډه وکړه. په غونډه کې نژدې ټولو وکیلانو برخه اخیستې وه، چې د ولسی جرګې رییس او اداری پلاوی وټاکی، خو دغه غونډه بې پایلې تر سره شوه.

یمن کې د سعودی وګړو د نویوجنایاتو له امله ۵۰ تنوته مرګ ژوبله اوښتېنړیوال

د عربستان په مشرۍ د عربی یرغلګرو ایتلاف جګړه ایزو الوتکو نن پنجشنبه د انصارالله او ملکی وګړو پر اډو یولړبریدونه ترسره کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ غړی په بشپړ ډول وژل شوی دی. د ملی ژغورنې دولت د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تردې دمه د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.