سرور دانش: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی راپور د اندېښنې وړ دی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 109044

په افغانستان کې د خبریالانو ملی ورځ داسې مهال لمانځل کېږی چې د هدفی وژنو او اختطاف په تړاو د تاوتریخوالی پېښې مخ په ډېرېدو دی.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم په روان لمریز کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی راپور ټکان ورکوونکی ګڼی او د خبریالانو په خوندیتوب ټینګار کوی.
ښاغلی دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۷» د خبریالانو ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل:
“کوم راپور چې خپور شوی، په رښتیا چې ډېر زړه بوږنوونکی دی، د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې لږ تر لږه ۱۸ خبریالان وژل شوی، خو باید د خبریالانو ورځې نه په الهام د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د دوی وضعیت ته جدی پام وشی.”
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیی چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ پېښې ثبت شوې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109044

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *